غزني: د ملي اردو په هوانونو کې دوه میرمنې ،څلور ماشومان وژل شوي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱۸)
راپورونه وایي چې نن د غزني ولایت د مقُر ولسوالۍ اړوند د لړمې او جمجمې په سیمو کې د ملي اردو ځواکونو د ولسي خلکو پر میشت ځایونو د هوانونو بریدونه کړي .
سیمیزې سرچینې وایي، د ملي اردو عسکرو د طالبانو په پلمه ولسي هدفونه په نښه کړي چې په نتیجه کې یې یو شمیر کورونه نړیدلي او دڅلورو (۴)ماشومانو په ګډون دوه(۲)میرمنې هم وژل شوې.
د سیمې خلک وایي، د لړمې په سیمه کې د یوه کور دوه ښځې او یو ماشوم او په جمجمه کې د یوه کور درۍ ماشومان شهیدان شوي.
د غزني ځایي چارواکو تر دې مهاله په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.
دا بریدونه داسې مهال کیږي چې د یوناما په تازه خپاره کړي راپور کې د ملکي تلفاتو ډیره پړه پر طالبانو ور اړولې ،چې طالبانو په پټو سترګو لیکل شوی پروپاګند بللی او رد کړی یې دی .
باید وویل شي چې،په تیره څه باندې یوه میاشت کې په شپنیو عملیاتو او بمبارونو کې تر ۲۵۰ ډیر ملکیان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.



