امرالله صالح: د طالبانو او امریکا تر منځ مذاکرات د خطر زنګ دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۲)
د زرغون بهیر مشر او د ملي امنیت پخواني رئیس امرالله صالح چې د شمال ټلوالې له لوړپوړو غړو هم شمیرل کیږي، د طالبانو او امریکا تر منځ مذاکرات یې هیښوونکي او خطرناک بللي.
نوموړي پر خپلو پلویانو ژغ کړی چې د ممکنه جوړجاړي د مخنیوي لپاره دې دطالبانو پر وړاندې ودریږي.
صالح ویلي اوسمهال پر امریکا هم بې باوره شوی او د د طالبانو پر وړاندې مقاومت ته چمتو دی.
نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي
“که د امریکا او طالبانو دا مخامخ خبرې رښتیا وي؛ نو بیا اوس د مقاومت د حوزې وار رارسېدلی چې د افغانستان د خلکو د کرامت دفاع کې د تروریستانو طالبانو پر وړاندې ودرېږي“
باید وویل شي چې د نوموړي پلویانو د اوربند پر مهال کابل ته د طالب ځوانانو د راتګ پر ضد هم لاریون کړی و او هغه یې غندلی وو.
په عین حال کې یو شمیر حکومت پلوي کسان او ځینې حکومتي څیرې هم د طالبانو او امریکا تر منځ د ممکنه جوړجاړي په اړه اندیښنه ښوودلې ، چې په تر څ کې یې د مشرانو جرګې خبرړاری ورکړی، که امریکا د خروج پلان طرح کړی وي، دا به د ګډحکومت د سقوط پیلامه وي.
شنونکي وایي، د سولې پر وړاندې خبرې هغه ډلې ټپلې کړي چې ګټې یې په جګړو کې نغښتې وي.



