(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۲)
د افغانسان د پوهنې وزارت د نشراتو رئيس کبير حقمل وايي، سره له سبا ورځې تر يوې اوونې ټول دولتي ښوونځي رخصت دي.
د حقمل په وینا، دغه ښوونځي انتخاباتو ته د چمتووالي په موخه سبا له دوشنبې ورځې تر راتلونکې دوشنبې تر ورځې پورې رخصت دي څو په ښوونځيو کې انتخاباتي جوړې او ټاکنې وشي.
نوموړی وايي، د انتخاباتو له کمېسیون سره وړاندې تر دې تړون شوی چې انتخاباتي مرکزونه به په ښوونځيو کې وي نو د زده کوونکو خونديتوب له کبله به سر له سبا ټول دولتي ښوونځي رخصتيږي.
په عين حال کې د کورنيو چارو د وزارت وياند نجيب دانش وايي، له نن څخه يې په ټول هېواد کې په انتخاباتي مرکزونو او ځايونو کې د امنيتي ځواکونو ځای پر ځای کول پيل کړي دي.
د دانش په وينا، د انتخاباتو د امنيت لپاره له پنځوس زرو زيات امنيتي سرتيري ځانګړي شوي چې د اړتيا پر مهال يې په شمير کې زیاتوالی هم راتلی شي.
ټاکل شوې راتلونکې شنبه د روانې تلې مياشتې په اته ويشتمه د ولسواليو او پارلماني ټاکنې ترسره شي.
طالبانو څو ورځې مخکې په يوه اعلاميه کې پر خپلو پلويانو غږ وکړ چې په ټول توان د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو مخه ونيسي.


















