(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۳)
د ملي یووالي د حکومت مشر اشرف غني نن سهار د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د پروان ولایت ته رسیدلی دی.
ټاکل شوې، چې نوموړی به په دې سفر کې د پروان له ملکي، نظامي او مختلفو اقشارو له استازو سره جلا کتنې ولري او د یو شمیر پروژو پرانیسته به وکړي.
اشرف غني پروان ولایت ته د خپل سفر پرمهال نن سهار د جبل السراج – نجراب سړک لومړی فاز پرانېست. دغه ۲۲.۴۸ کیلومتره اوږد سرک د اسیا پراختیایي بانک په مالي لګښت په اساسي ډول قیر شوی.
نوموړی به دغه راز د پروان د امنیتي وضعیت په اړه له ځایي مسؤلو چارواکو سره هم خبرې اترې وکړي.
ولسمشر په همدې لړ کې د باریک اب صنعتي او زراعتي پارک هم پرانیستی دی.
د ملي شورا غړي وایي، ولایاتو ته د ولسمشر سفرونه یواځې نمایشي او کمپایني رنګ لري او نوموړی تر ډیره هغه پروژې افتتاح کوي چې له وړاندې افتتاح شوې دي او د ولسونو سره د پروژو ژمنې یې هم د عمل تر حده نه دي رسیدلې
















