خوږو ته خواږه، ترخو ته ترخه

ویسا:
بهرنيان ووځي که همدغه حالت دوام وکړي؟
شناند:
یاره که سم تحلیل وکړو نو د بهرنیانو لینګی خو ریږدي او داسې معلومیږي چې نور د ټینګی ندي.
هیواد:
جګړه د امريکا، قرباني يې افغان ولس
شناند:
خو جیبونه د غل مولي وحشت حکومت ډکیږي
د مشرانو جرګې غړي:
له ملي اجماع پرته د سولې ټینګښت ناممکن دی
شناند:
خو صیبه! که ملي اجماع ته مو امریکایي باداران اجازه درکړي
اصلاح:
افغان ځواکونو پر ډیورنډ کرښه له پاکستاني پوځیانو سره جګړه کړې
شناند:
عجیبه ده! له یوې خوا چارواکو ورته د اغزن تار د غزولو تحریري اجازه ورکړې او له بل پلوه پرې سرتیري ځانونه وژني. عین لکه د طورخم د دروازې جوړولو کیسه.
ولسي جرګې ته ځینې نوماندان:
د ولسي جرګې برحال غړي په انتخاباتي کمپاينونو کې له دولتي امکاناتو ګټه اخلي
شناند:
ای بې خبرې ولسي جرګې! د اشرف غني تره قیوم کوچي، په روسیه کې سفیر، په سفارت کې یې د ځوانو افغاني نجونو عفت لوټ کړ، خو تاسې ایله د دولتي امکاناتو په اړه سر ټکوئ. عفت لوټول مهم دي که د دولتي امکاناتو نه استفاده؟
وزارت معارف:
تمام مکاتب کشور به خاطر برگزاری انتخابات از امروز تا ۲۹ میزان تعطیل شدند
شناند:
آفرین! آیا تربیه و تعلیم اولاد کشور مهم است که آنرا تعطیل مینمایند و آن هم به این خاطر که از تعمیرهای مکاتب اولاد کشور، برای کمپاین های انتخاباتی دزدها استفاده نمایید؟. حیف به این حال شرم آور شما، غلامان حلقه بګوش.
اراده:
په فراه کې افغان سرتېرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده
شناند:
مُشت نمونه خروار، داسې لږ د پکتیکا په خوشامندو، د غزني په اندړو او آب چاه ولسوالیو هم لږ راتاو شئ چې په آسمان کې ستوري وګورئ.
۸صبح:
روابط ایران و امریکا چگونه به سردی گرایید و تأثیرات منفی آن بالای افغانستان چیست؟
مبصر:
ایران غلام حلقه بګوش مخفي یهود و نصارا، و حکومت وحشت مولي حلقه بګوش آشکارای آنان میباشد.
سرنوشت:
سیاست، در گرو تعصب
مبصر:
و اسلام در ګرو دموکراسی پلید غرب
انیس:
ایا امريکا په سيمه کې ماته شوې؟
شناند:
که ماته شوې نه وای نو د طالب دروازه به یې ولې ټکوله؟
مسیر:
د غزني د اندړو ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې ده
شناند:
خو ګل مرجانیان یې اوس هم نه مني! د محاصرې پر مهال د یادې ولسوالۍ د ولسوال چیغې او فریاد تر آسمانه وخوت آن له آزادۍ راډیو یې کوکارې خپرې شوې، خو اوس هم درواغجن حکومت په ډیرې سپین سترګې وایي چې ولسوالي د طالبانو لاس ته نه بلکې پخپله یې پریښې او بل ځای ته انتقال شوې (د دې لپاره چې د خلکو په سترګو کې خاورې وشیندې). نو دا بمباري کول بیا د څه شي ثبوت دی؟
۸صبح:
قرارداد پروژۀ آبیاری و تولید برق خان آباد دوم امضا شد
مبصر:
خدا کند این هم پُف نباشد، مثل پُف های سابقه ای اشرف غنی



