جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

د ګونګې سولې په سيورې کې د ژبه ورې جګړې انديښنه

ودان نشرونکی: ودان
اکتوبر 15, 2018
کټګوریانې: تبصرې, مهم
0
169
ځلې شریک شوی
115
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

يو شمير رسنيو خبر ورکړی، چې په قطر کې د طالبانو ځينې استازو له امريکايي چارواکو سره منلې ده، چې له افغانستان څخه د امريکايي پوځونو په استلو سوله کوي، خو تر اوسه پورې نه په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر او نه د افغانستان لپاره امريکايي استازي زلمي خليلزاد د بحث پايله ښکاره کړې ده.

په کابل کې امريکايي پخواني سفير او د افغانستان لپاره نوي ځانګړي استازي زلمي خللزاد په خپله پخوانۍ سفارتي دوره کې هم هڅې کولې چې طالبان سولې ته کښينوي، خو په افغانستان کې د بهرنيو شتون د زلمي خليلزاد ټولې هڅې بې نتيجې کړې. اوس چې زلمي خلیلزاد د امريکا لخوا په افغانستان کې د ځانګړي استازي په توګه په افغانستان کې د سعودي عربستان په شمول د سيمې د پنځو هیوادونو له مشرانو سره ليدنې وکړې، دا نتيجه ترې په لاس راغله، چې سعودي به د افغانستان په سوله کې مرستې ته وهڅول شي.

دا هم ولولئ

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د الجزيرې تلويزيون، چې وخت ناوخت د طالب مشرانو په اړه ګونګ راپورونه خپروي، ويلي: د امریکا یو شپږ کسیز پلاوي له طالب استازو سره په مخامخ خبرو کې منلې ده چې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ویستلو په اړه يې خبرې او بحث کړى، خو د الجزيرې تلويزيون انګلسي څانګې خپور کړې راپور ګونګ ساتلی او د مقابل لوري (طالب مشرانو) نظر يې له پوښتنې وروسته نه دى څرګندکړی.

امريکا که د طالبانو لومړي شرط ته غاړه کيږدي، ورسره د امريکايي او بهرنيو پوځونو د وتلوپر مهالويش خبرې وکړي، بيا هم په افغانسان کې به د سولې څرک ونه ليدل شي، امريکا هيڅ وخت او په هيڅ صورت سره له افغانستانه خپل پوځونه په بشپړه توګه نه باسي، که د طالب مشرانو سره پرې بحث هم شوى وي، دومره پوځ به په افغانستان کې ساتي چې سياسي او د هیواد ټولنيز واک به د امريکا د پوځ  په واک کې پاتې وي .

امريکايي پوځونه له عراقه هم وتلي دي، خودومره پوځ يې په عراق کې پاتې دى چې  هر اړخيز واک یې په عراق کې مو جود دي او هغه څه چې په عراق کې تير شول او لا روان دي، دا د امريکا د کړونو پايلې دي، همدا ډول به په افغانستان کې د ګونګې سولې تر سيورې لاندې ژبه وره جګړه، لکه د عراق په پنځو لويو ښارونو کې چې يې ولس په اور کې وسوځاوه، په افغانستان کې به هم توره او ژبه وره جګړه روانه وي.

د بلې خوا طالبانو په خپله خبرپاڼه کې منلې چې په قطرکې يې د شيرمحمدعباس ستانکزي په مشرۍ مولوي عبدالسلام حنفي، شهاب الدین دلاور، قاري دین محمد حنیف، محمد سهیل شاهین او محمد زاهد احمدزي له زلمي خلیلزاد سره د اکتوبر په ١٢ نيټه کتلي او ويلي يې دي، چې خبرې به يې دوام ولري.

امريکا که هرڅو په غرور سره پر افغانستان يرغل وکړ، خو بيا يې هم د تسليمۍ سر د افغانانوپه پښو کې کيښود، هغه وشول، څه چې طالبانو ويل، هغو به ويل چې له امريکا سره خبري کوي، خو له بې واکه افغان حکومت سره نه .

طالب مشران بايد د امريکا سره په خبرو کې د تيرو ١٧ کالو جګړه او په افغانستان کې د انساني ناورين علاوه پيښېدونکې هر اړخيزه تباهي هم په نظر کي ونيسي او هغه څه هم ياد وساتي، چې د کمونستي رژيم له زواله وروسته هيواد ورسره مخ شو. طالبان به په افغانستان کې دوه ګونې سوله (امريکا- طالبان) وکړي، خو پيښيدونکې درې ګونې احتمالي جګړه هم شونې ده، چې بيا به هم افغان ولس، بهرني پوځونه او په واک کې پاتې اداره سره نښتې وي .

طالب مشران بايد ګونګه سوله ونکړي، چې افغان ولس د عراق په څير پر ژبه وره جګړه واړوي او مرکز کابل له ولاياتو او څلورو زونونوسره جداکړي.

لوی ټکي: افغانستانجګړهزلمی خليلزادسعوديسولهطالبانقطر دفتر
مخکینې مطلب

سوداګرۍ خونه: حکومت دې ستر قراردادونه کورني خصوصي سکتور ته ورکړي.

بل مطلب

څیړنه: غوڅ اکثریت کاندیدان د ټاکنو په شفافیت باور نه لري

ځانګړي مطالب

خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com