سمنګان: د امنيت د آمر په شمول ۳۰ عسکر وژل شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۴)
د سمنګان ولايت د امنیه قومندانۍ د امنيت د آرم په شمول نږدې دېرش عسکر د طالبانو په بريد کې وژل شوي دي.
ځايي راپورونه وايي، د سمنګان د امنیت امر خواني طاهري له امنيتي ځواکونو سره د دغه ولايت دره صوف ولسوالۍ ته د عملياتو لپاره تللی و چې د طالبانو په بريد کې ووژل شول.
د سمنګان والي عبدالطيف ابراهيمي د خواني وژل تاييدوي زياتوي تيره شپه طالبانو سره له څو ساعته جګړې وروسته وژل شوی دی.
که څه هم نوموړي دولتي ځواکونو ته د اوښتو تلفاتو په اړه کره معلومات نه دي ورکړي خو ازادي راډيو ته ځايي سرچينو ويلي چې په دغه بريد کې نږدې ديرش دولتي عسکر وژل شوي دي.
طالبانو هم د سمنګان د امنیت آمر وژل کېدل تاييد کړي او وياند يې ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه لیکلي: تیره شپه د سمنګان ولایت دره صوف ولسوالۍ زیرکي سیمه کې د دښمن په عملیاتي قوه حمله شوې. د امنیت د آمر(خواني طاهري) په شمول لسګونه عسکر او پولیس وژل شوي او ټپيان دي، خورا ډیره سپکه او درنه وسله نیول شوې.



