څوارلس ایراني عسکر تښتول شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۴)

د ایراني رسنيو د راپورونو له مخې، له پاکستان سره پر پوله سيستان بلوچستان کې نا معلومه وسله الو د ايراني ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي چې د نورو تلفاتو اړولو تر څنګ يې څوارلس ایراني عسکر هم له ځان سره تښتولي دي.

د ايرنا خبري اژانس د معلوماتو له مخې، دغه برید د ميرجاوه سرحدي ښار په پنځه سوه کيلومترۍ کې د لوکندان په نوم سيمه کې شوی دی.

تر اوسه د دغه بريد مسؤليت کومې ډلې نه دی منلی خو ايراني چارواکي وايي په اړه يې پلټنې پيل شوي دي.

ځايي سرچينې وايي، چې تر دې مخکې هم په ميرجاوه کې د ايراني ځواکونو او د جیش العدل په نوم د وسله والې ډلې تر منځ نښتې شوي چې دواړو خواوو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

په تيره سپتمبر مياشت کې هم د دغه ولايت په سروان کې د ايراني ځواکونو او وسله والو تر منځ نښته شوې وه چې د ايراني چارواکو په ويناپه ترڅ کې يې شپږو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button