
هند کې پر خلکو اورګاډی ورغلی، شپيته کسان وژل شوي
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۸)
د هند په امر تيسر ښار کې يو اورګاډی د خلکو له ګڼې ګوڼې څخه په ډک ميله ځای ورغلی چې په ترڅ کې يې شپيته کسان وژل شوي دي.
د انډين اکسپرس د راپور له مخې، پېښه تيره ورځ د هند شمال لور ته د امرتسر ښار د يوه مذهبي جشن د لمانځنې پر مهال په يوه ميله ځای کې رامنځته شوې ده.
د سرچينې په وينا، په دغه پېښه کې نږدې شپيته کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
په دغه ښار کې د کانګرس ګوند يوه غړي پرناب سنګ ويلي، سلګونه کسان د اورګاډي په پټلۍ ولاړ و او د اورلوبې ننداره يې کوله چې د اورګاډي د غږ نه اورېدو له کبله دغه پېښه شوې ده.
د هند لومړي وزير نريندرا موډي په پېښه خواشينې څرګنده کړې او د وژل شويو کورنۍ له هر يوه غړي سره يې د (دوه لکه) او د ټپيانو سره د پنځوس زره نغدي مرستو اعلان کړی دی.
د هندي چارواکو د معلوماتو له مخې، هر کال شاوخوا پنځلس زره کسان په اورګاډو کې د پېښو له امله ژوند له لاسه ورکوي.



