کابل ټکی کام ۰۸جدې/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
خبري رسنیو خبر ورکړی دی چې د پخواني دفاع وزیر ښاغلي جنرال رحیم وردګ زوی پرون (دوشنبه) ماسپښین مهال په کابل کې د نا مالومو کسانو له لورې ویشتل شوی دی.
انټرفکس خبري اژانس خبر ورکړی دی چې پرون د رحیم وردګ زوی ډاکټر خالد پخپل کور کې د نا مالومو وسلوالو له خوا ویشتل شوی دی چې نن سې شنبه به خاورو ته وسپارل شي.
لا تر دې مهاله پورې د ډاکټر خالد د وژنې لامل نه دی ښودل شوی، خو ښايي چې د کورنۍ شخړې په پایله کې وژل شوي وي.
د یادونې وړ ده چې جنرال رحیم وردګ له ۲۰۰۴م کال څخه تر ۲۰۱۲م کاله پورې د افغانستان دفاع وزیر وو.


















