چاریکار (کابل ټکی کام سه شنبه، مرغومي ۸ مه، ۱۳۹۴ل) :
پروان ولایت چارواکي وايي چې تېره ورځ ماښام مهال د د دغه ولایت مرکز کې یو ديني عالم چې په جامع جومات کې خطیب وه د ناپېژانده وسلوالو له لوري په ډزو ووژل شوی .
مولوي نوراغا حبيبي چې د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی او د امام ابو حنیفه جامع جومات خطیب وه نامعلومو وسلوال د کلاشینکوف په ډزو وژلی او ځای پر ځای يې وژلی .
د پروان ولایت د پولیسو مشر محمد زمان مموزی رسنیو ته په خبرو کې د پېښې پخلی کړیاو وايي چې نوموړي ته د یوه نږدې ملګري له لوري تلفوني اړیکه نیول شوې او دی ورته له کوره راوتلی او د مخامخ برید په پایله ځای پر ځای وژل يې وژلی .
مموزی زیاتوي چې تراوسه نه ده معلومه چې دغه پېښه حقوقي دی او که جنايي خو تحقیقات روان دي کله چې يې په اړه پلټنې تکميل شي نو د قضیې جزئیات به په ډاګه شي .
دا په داسې حال کې ده چې مولوي حمدالله په دېته ورته قضیه کې د کاپیسا ولایت د دویمې حصې په سیمه کې د نامعلومو وسلوالو له لوري په مخامخ ډزو وویشتل شوی او ووژل شوی دی .
سليم بریال


















