(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۳۰)
په داسې حال کې چې لا هم د کندهار په دولتي اداراتو کې د جنرال رازق ویر لمانځل کیږي،تازه راپورونه وایي چې طالبانو تیره ورځ دمیانشین ولسوالۍ اړوند د تناوچي په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان برید کړی.
خبر زیاتوي، طالبانو په دې بریدونو کې ۱۰ تنه عسکر ځای پرځای وژلي او د هغوی درۍ عرادې موټر یې له منځه وړي دي.
دغه راز یې د کومکي ځواکونو ټانګونه پر ماینونه الوزولي چې د سیمیزو سرچینو د معلوماتو سره سم، په دغه برید کې هم ۵ تنه د ملي اردو ځواکونه وژل شوي دي.
دولتي سرچینو تر اوسه په دې تړاو رسماً کوم سپیناوی نه دی کړی.


















