د کندهار برید کې ټپي شوی امریکایی جنرال خپل هېواد ته لېږدول شوی
په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه وايي چې د کندهار ولایت مقام د تیرې اوونۍ په نفوذي برید کې ټپي شوی امریکایی جنرال د ’لازیاتې درملنې‘ لپاره امریکا ته لېږل شوی دی.
د ټاسک اینډ پرپس رسنۍ د خبر له مخې، د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت یوه ویاند، ګرانټ نیلي، د پنجشنبې په ورځ وویل چې جنرال جیفري سمیلي په کندهار کې تر لومړنۍ درملنې وروسته جرمني ته ولېږل شو، او اوس د لازیاتې درملنې لپاره خپل هېواد امریکا ته لېږل شوی دی.
د یادونې وړ ده، تېره پنجشنبه (د تلې ۲۶مه / د اکتوبر ۱۸مه)، مازدیګر شاوخوا څلور بجې، د کندهار ولایت مقام ودانۍ کې د طالبانو یوه نفوذي بریدګر، چې د کندهار والي د ساتونکي دنده یې درلوده، پر لوړپوړو کورنیو او بهرنیو پوځي جنرالانو د ټوپک شپېلۍ ورواړوله، چې په پایله کې یې د کندهار د والي زلمي ویسا او دوو نورو لوړپوړو کورنیو پوځي چارواکو په ګډون درې بهرني وګړي ټپیان شول، او د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق او د دې ولایت د ملي امنیت رییس عبدالمؤمن پکې ووژل شول. په غونډه کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان، جنرال سکاټ میلر، هم موجود و، خو روغ ترې ووت. جنرال سمیلي هم په دې برید کې یوه مرمۍ ولګېد.
جنرال جیفري سمیلي د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت اړوند د افغانستان په سوېل کې د ’روزنې، سلاکارۍ او کومک قومندانۍ‘ مشر دی.
د هېواد جنوب کې د بهرنیو ځواکونو د ’روزنې، سلاکارۍ او کومک قومنداني‘ په کندهار، زابل، دایکندي او روزګان ولایتونو کې د دولتي ځواکونو د روزنې، مشورې او کومک دنده پر غاړه لري.
د غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند ټاسک اینډ پرپس ته ویلي چې د ښاغلي سمیلي د ټپي کېدو له امله د افغانستان سوېل کې د’روزنې، سلاکارۍ او کومک قومندانۍ‘ مشري د هغه مرستیال، ډېویډ زین، ته پاتې شوه. د پنجشنبې په ورځ اسټرالوي جنرال، جان شنهان، کندهار ته له راتګ سره سم د سرپرست قومندان په حیث دنده پیل کړه.
امریکايي پوځ هڅه کوله چې د نوموړي د ټپي کېدو خبر پټ وساتي، خو کله چې امریکايي رسنیو د نوموړي په اړه معلومات خپاره کړل، د امریکا دفاع وزارت یې هم ټپي کېدل تایید کړل. امریکا په افغانستان کې د خپلو ټپي شویو عسکرو معلومات نه خپروي او تر خپل وسه یې پټ ساتي.
د ټاسک اینډ پرپس په خبره، جنرال سمیلي له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې د امریکا پوځ کې دنده ترسره کوي او په تېره اګست میاشت کې د افغانستان د سوېلي ولایتونو لپاره د روزنې سلاکارۍ او کومک قومندانۍ (TAAC-South) قومندان وټاکل شو.
د یادونې وړ ده، د کندهار ولایت مقام برید پړه طالبانو پر غاړه اخیستې او د نفوذي بریدګر، ذبیح الله ابودجانه، یوه ویډیو یې خپره کړه. په ویډیو کې لیدل کيږي چې نوموړی د طالبانو په یوه پوځي روزنځای کې روزل کیږي.
ذبیح الله (ګلبدین) ابودجانه د طالبانو نفوذي بریدګر هغه وخت ډزې پیل کړې کله چې کورنیو چارواکو جنرال سکاټ میلر او له هغه سره راغلي امریکايي نظامي چارواکي د هغوی تر چورلکې بدرګه کول.
دا برید په تېرو اوولسو کلونو کې د حیرانوونکو بریدونو له جملې ګڼل کیږي، چې په پایله کې یې د یوه ولایت د امنیتي ادارې مهم چارواکي ووژل شول. د برید له امله، حکومت په کندهار کې پارلماني ټاکنې تر یوې اوونۍ وځنډولې.
د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د طالبانو سرسخت مخالف بلل کېده، او له دې سره سره پر بشري سرغړونو هم تورن و.



