(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۵)
په دې سربیره چې طالبانو د اخترونو د اوربند پرمهال دا ثابته کړه چې په افغانستان کې د حکومت او بهرنیانو پر وړاندې جنګیدونکی واحد ځواک دی او د دوی په اړه یې د استخباراتي اداراتو ټولې ادعاوې ناسمې ثابتې کړې ، تازه د ملي دفاع وزارت یوځل بیا د تیر په څیر ادعا کړې او د نړیوالو د مرستو د راجلبولو په موخه یې طالبان په ۲۱ ډلو ویشلي دي.
د ملي دفاع وزارت مرستیال هلال الدین هلال تیره ورځ د بیجینګ په شیانګشان امنیتي کنفرانس کې وویل، په افغانستان کې شاوخوا ۲۱ ډلې فعالیت لري چې شمیر یې ټولټال ۵۰ زرو تنو ته رسیږي.
نوموړي زیاته کړه؛ له دې ډلې ۸ زره تنه نړیوال ترهګر او دوه زره یې داعش وسلوال دي.
نوموړي یوځل بیا د ادعا شویو ۲۱ ډلو نومونه وا نه خیستل او یواځې یې د هغوی پر شمیر بسنه وکړه.
هلال وویل؛ ۷۰ سلنه جنګیدونکي داعشیان پاکستاني اتباع دي او له نړیوالو یې پر وړاندې د مبارزې غوښتنه کړې.
شنونکي وایي، افغان امنیتی ادارې د بهرنیانو د مرستو بندیدو له فشار او په عین حال کې د طالبانو پر وړاندې جګړه کې د سخت مقاومت سره مخ دي او ورته ادعاګانې د مجبوریت له امله کوي څو په سیمه کې د چین او روسیې توجه جلب کړي.
















