کابل کې د ټاکنو کمېسيون د کارکوونکو پر موټر چاودنه شوې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۷)
د کابل ښار د نهمې حوزې اړوند د ټاکنو کمېسيون دفتر مخې ته د چاودنې له کبله مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي سرچينې وايي، چاودنه د کمېسيون د کارکوونکو پر يوه موټر شوې چې په ترڅ کې يې څو تنه ټپيان شوي دي.
سيمې ته نږدې امنیتي سرچينې وايي، دغه چاودنه نن سهار د اته بجو په شاوخوا کې رامنځته شوې ده.
د کابل پوليس د ټاکنو کمېسيون دفتر مخې ته چاودنه تاييدوي خو له جزياتو ورکولو ډډه کوي.
د کابل د امنيې قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد وايي، چاودنه د يوه سرتيري بريد له لوري شوې چې مخکې د پوليسو له لوري په نښه شوی زياتوي چې په ترڅ کې دوه پولیس او څلور ملکي وګړي ټپيان دي.
خو د انتخاباتو کمېسیون ویاند حفیظ الله هاشمي ويلي، سرتيري بريدګر د کمېسيون د کارمندانو له یوه موټر سره نېږدې چاودنه کړې ده چې ۶ کسان يې ټپیان کړي دي.
تر اوسه د چاودنې مسؤليت چا په غاړه نه دی اخيستی.



