(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۷)
د لیسټر سیټي لوبډلې مشر او ټایلنډی میلیاردر “ ویچای سري واداهاناپراډا“ تیره ورځ د چورلکې لویدو په پیښه کې ووژل شو.
چورلکه د لندن د لیسټر د لوبغالي پر فضا روانه وه، چې له سقوط سره سم یې اور واخیست او د پیلوټ او ټایلنډي میلیاردر په ګډون په کې ۴ تنه ووژل شول.
لیسټر د انګلستان مرکزي ښار دی چې فوټبال لوبه په کې ۱۳۴ کلن تاریخ لري.

د فوربس مجلې د مالوماتو سره سم، دغه کس په تایلنډ کې د شتمنو کسانو په نوملړ پنځم نمبر و ،چې په ۲۰۱۰ کال کې یې د لیسټر سیټي لوبډله په ۳۹ میلیون پونډو و پیرودله، د نوموړي په ملکیت کې دغې لوبډلې دوه کاله وړاندې د انګلیستان پر یوه کلپ بریا موندلې وه.

















