غزني: ګډوځواکونو د یوې مدرسې اوه تنه شاګردان وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۸)

راپورونه وایي چې امریکایي ځواکونو د خپلو افغان ملګرو په ملتیا د غزني ولایت په واغظ ولسوالۍ کې پر یوې دیني مدرسې چاپه وهلې.
خبر زیاتوي، پیښه د دغې ولسوالۍ د سربلندکلا په سیمه کې رامنځته شوې او ګډوځواکونو د مدرسې جومات او کوټې  د درنو وسلو په مټ نړولې دي.

خایي خلک وایي، افغان عسکرو د مدرسې اوو⑦ تنه زده کونکي په مخامخ ډزو شهیدان کړي او مدرسې ته یې  په پراخه کچه مالي زیانونه یې ور اړولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په همهاله توګه د پکتیکا ولایت په نکه ولسوالۍ کې هم افغان او امریکایي ځواکونو چاپه وهلې چې لسګونه عام وګړی په کې وژل شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button