شکاياتو کمېسيون: ټاکنو کمېسيون د ولسي جرګې ټاکنو په سم مديریت کې پاتې راغلی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۳)
د افغانستان د شکاياتو کمېسيون وياند علي رضا روحاني وايي، چې د ټاکنو کمېسيون د ولسي جرګې د ټاکنو په ښه مدیريت کې پاتې راغلی دی.
د روحاني په وينا، د ولسي جرګې په ټاکنو کې ګڼې ستونزې موجودې وې او د ټاکنو په يادو دوو ورځو کې له يوولس زره زيات ټاکنيز شکايتونه شوي دي.
نوموړي دغه څرګندونې تيره ورځ د ټاکنو کمېسيون د هغه اعلان په غبرګون کې وکړې ويې ويل د ولسي جرګې ټاکنې به دووه اوونۍ نورې هم وځنډول شي او لومړنۍ پايلې به د ليندۍ په دوهمه او په کابل کې به د ليندۍ په لسمه اعلان شي.
د ټاکنو کمېسيون تر دې مخکې د ولسي جرګې د پايلو د اعلان لپاره د لړم نوولسمه نيټه ټاکلې وه خو د دغه کمېسيون وياند حفيظ الله هاشمي وايي دا پرېکړه له ولایتونو څخه د ټاکنیزو موادو په لېږد کې د ځنډ له امله شوې ده.
په عين حال کې د افغانستان د عادلانه او ازادو ټاکنو د بنسټ مشر يوسف رشيد هم د ولسي جرګې د پايلو په مهالوېش کې د ځنډ له امله اندېښنه وښوده په وينا يې هرڅومره چې د ولسي جرګې پايلې ځنډيږي، اثر يې په ولسمشريزو ټاکنو کېږي او همدومره به راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې هم خنډ او ځنډ رامنځته کېږي.



