فراه: طالبانو د خپل مشر په فرمان لسګونه نیول شوي سرتیري خوشي کړل

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۶)
له فراه ولایت نه ورکړل شوي خبرونه وایي چې طالبانو د نیول شویو امنیتي ځواکونو له ډلې ۳۱ کسان خوشي کړي دي.
طالبان وایي، د ملي اردو او پولیسو دغه کسان یې د تیرو څلور میاشتو په ترڅ کې نیولي ؤ، چې تیره ورځ یې د بکوا ولسوالۍ په مربوطاتو کې له بنده آزاد کړل.
طالبانو په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې خوشې شوو کسانو ژمنه کړې چې بیا به د امنیتي ځواکونو لیکو ته نه ورځي او په وینا یې چې “یاد عسکر اوپولیس د هیواد د مختلفو ولایتونو اوسیدونکي دي چې د بند په شپو اوورځوکې د ځانګړي تقسیم الاوقات له مخې ددین په مختلفو شعبو کې پوره پوهاوی ورکړی شو او دمجاهدینو له لوري ښه چلند ورسره شوی“
طالبانو دغه راز ویلي چې د دې ولایت په پشترود ولسوالۍ کې هغه بندیان چې وړمه شپه یې د یوه کنډک د سقوط پر مهال نیولي و، د انساني همدردۍ له مخې یې ۶ تنه ټپیان د سره صلیب ادارې ته ورسپارلي دي.
طالبان داسې مهال دا اقدام کوي چې د حکومت تر واک لاندې زندانونو کې لسګونه زره زندانیان چې د طالب په نامه نیول شوي،له نامعلوم برخلیک سره مخ دي او حکومت یې په تړاو هیڅ کوم اقدام نه دی کړی.



