اشرف غني: په تيرو څلورو کلونو کې له (اته ويشت زرو) زيات افغان پوځيان وژل شوي
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۲)
د ملي يووالي حکومت مشر اشرف غني وايي، په تيرو څلورو کلونو کې له طالبانو سره د جګړو په ترڅ کې له (اته ويشت زره) څخه زيات افغان پوځيان وژل شوي دي.
نوموړي دغه څرګندونې د واشنګټن د جانزهاپکېنز پوهنتون کې محصلينو ته د وينا پر مهال کړي دي.
اشرف غني ويلي، د هېواد پر هر ځای کې چې افغان ځواکونو تلفات ورکړي هغوی په دفاعي حالت کې و زياتوي د افغان ځواکونو تلفات وروسته له هغې زيات شوي چې د محاربوي چارو مسؤليت افغان ځواکونو ته وسپارل شول او د نړيوالو ايتلافي ځواکونو مرګ ژوبله راکمه شوه.
د اشرف غني په وینا، که افغان پوځ هوايي او کومانډو ځواک ولري نو کولای شي چې له وسله والو څخه پراخې سيمې بيرته ونيسي.
د ګډ حکومت مشر په خپله وينا کې وويل، له ۲۰۰۱۵م کال راهيسې يواځې ۵۸ امريکايي عسکر وژل شوي زياتوي چې د همدې مودې په ترڅ کې له اته ويشت نيم زرو زياتو افغان ځواکونو ژوند له لاسه ورکړی دی.
په وروستيو کې افغان امنيتي چارواکو، شنونکو او د ملي شورا غړو هم د افغان ځواکونو د تلفاتو پر لوړېدو اندېښنه ښودلې وه او ويلي و چې د افغان ځواکونو تلفات نهايي حد ته رسېدلي دي.



