فاریاب: طالبان د سرحوض بند د تخریب اجازه چاته نه ورکوي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲۲)
وروسته تر هغه چې طالبانو د فاریاب ولایت د سرحوض بند پراخه سیمه تر خپل کنترول لاندې راوستله دولتي چارواکو اندیښنه څرګنده کړه چې ګواکې طالبان به یاد بند په منفجره توکو له منځه یوسي، خو د بند تر نیولو اونۍ تیریږي طالبانو لا هم دا اقدام نه دی کړی.
پژواک خبري اژانس ته د فاریاب ولایت د طالبانو ځایی مسؤلینو ویلي، دوی په پوره صداقت د بند ساتلو ته چمتو دي او که دولت یې د رغولو یا پراخولو اړتیا لري، دوی ورسره خپله ټوله همکاري کوي.
دغه بند چې د ولایتي شورا یوه وکیل غلام طاهر رحماني له خوا په زور نیول شوی و، او مرکز میمنې ته یې د اوبو پر پریښودو بندیز لګولی و، د طالبانو له خوا تر نیول کیدو وروسته یې د دریو کانالونو اوبه د سیمې د خلکو فصلونو ته ور خوشې شوې دي.
خو رحماني چې ځان د بند مالک بولي، وایي چې طالبان غواړي د پاکستان په موخه دغه کانال ویجاړ کړي.
د ولایتي شورا مرستیال صبغت الله سیلاب وایي، په سیمه کې د طالبانو د ځپلو په موخه بمبارۍ پیل شوې او تر اوسه د اتو طالبانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی.
بل لور ته د سیمې خلکو ویلي چې غلام طاهر رحماني له تیر یوه کال راپه دې خوا د بند اوبه پر مرکز میمنې او پشتونکوټ ولسوالۍ تړلې وې، خو د طالبانو له راتګ سره یو ځل بیا له وچکالۍ سره مخ فصلونه اوبه شول.
د سرحوض سیمه چې ټولټال ۳۴ کلي لري، د میمنې په ۶۰ کلیومترۍ کې برته سیمه ده، طالبان وایي، د سیمې تر نیول کیدو وروسته پلان لري ، په دولتي کسانو اقتصادي کلابندۍ زیاته کړي او د بند ساتنه او څارنه په ښه توګه وکړي.
د سرحوض بند ۱۱۲ کاله وړاندې رغول شوی، خو درۍ کاله وړاندې یې سیلابونو ځینې برخې زیانمنې کړې



