(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲۶)
د دفاع وزارت په یوه نوي راپور کې پخلی کړی چې د ځواکونو جلب او جذب یې په بیسارې توګه کم شوی دی او د جګړو په ډګرونو کې د سرتیرو تلفات خورا لوړې کچې ته رسیدلي دي.
د یاد وزارت ویاند محمد رادمنش د جلب او جذب د کمزوري لامل د ولسمشر او نورو چارواکو څرګندونې بولي او زیاتوي چې د سرتیرو د مرګ ژوبلې په تړاو د دغه د دولتي چارواکو وروستۍ معترفانه څرګندونو د نویو سرتیرو د جلبولو پروسه ټکنۍ کړې.
نوموړی دغه راز وایي چې د سرتیرو د تلفاتو د کمبود په خاطر یې نوې ستراتیژي هم جوړه کړې ده.
رادمنش داسې مهال دا څرګندونې کوي چې ولسمشر غني څو ورځې وړاندې په یوه مرکه کې اعتراف وکړ چې د نوموړي د واکمنۍ پر مهال تر ۲۸ زرو ډیر د ملي اردو او پولیسو ځواکونه وژل شوي او لسګونه زره نور ټپیان شوي دي.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د روانې نومبر میاشتې له نهمې تر پنځلسمې نیټې لږ تر لږه ۲۴۲ افغان پوځیان وژل شوي دي.


















