هند: سمندري توپان لسګونه زره خلک د سیمو پریښودو ته اړ کړي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲۶)
د هند تامل ناډو آیالت ته لوی سمندري توپان رسیدلی چې له امله یې بیساري مالي او ځاني زیانونه اوښتي.
دغه توپان ته د “ګاجا” نوم ورکړل شوی او تر اوسه په کې د ۱۱ کسانو د وژل کیدو راپور ورکړل شوی دی.
چارواکی وایي، د توپان له امله نږدې ۱۰۰ زره کسان د سیمو پریښودو ته اړ شوي او لا هم دا لړۍ روانه ده .
دغه توپان چې سرعت یې په یوه ګړۍ کې ۱۲۰ کیلو متره دی ګي شمیر مالي زیانونه یې هم اړولي دي.
چارواکي وایي، د بیځایه شویو کسانو لپاره یې تر څلور سوه ډیر د هستوګنې کمپونه خالي کړي دي.



