(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۷)
تېره ورځ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امريکا د مرکزي استخباراتو «سي ای اې» د سرچينو په حواله ليکلي و چې جمال خاشقجي د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان په امر وژل شوی دی.
خو پرون ماښام ناوخته د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې دوی د خاشقجي د وژنې په اړه وروستۍ پايلې ته نه دي رسېدلي چې سعودي چارواکي په ياده پېښه کې لاس لري که نه؟ وايي د هغه د وژل کېدو په اړه د CIA وروستی راپور ناسم دی.
د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې دوی ژمن دي څو د خاشقجي په وژنه کې ککړ کسان قانون وسپاري او په دې اړه ځينې سوالونه شته چې لا هم بې ځوابه پاتې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا د ماليې وزارت د خاشقجي د وژنې سره په تړاو لرلو د بن سلمان د نږدې سلاکار سعود القحطاني او په استنبول کې د سعودي قونسل جنرال محمد العتیبي په شمول پر ۱۷ تنو سعودي مشرانو بنديزونه لګولي دي.
سعودی خبريال جمال خاشقجي د روان کال اکتوبر مياشتې په دوهمه نيټه په ترکيه کې د سعودي په کونسلګرۍ کې وژل شوی چې لا يې هم د وژنې په قضيه څېړنې روانې دي، جسد يې لادرکه دی او خپلې کورنۍ ته نه دی سپارل شوی.

















