(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۷)
د ګډ حکومت مشر اشرف غني پرون ماښام د سولې د نوي مشورتي بورډ جوړېدو په اړه د يو شمير ګوندونو له استازو سره کتلي خو په دې اړه د سولې عالي شورا اندېښمنه ده.
د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني د سولې په اړه د مشورتي ناستو په لړ کې له محقق، صادق مدبر، اسدالله سعادتی، محمد اکبري، سیدعلي کاظمي، عبدالحق شفق او محمد ناطقي سره کتلي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، په دغه ناسته کې غني د سولې د مشورتي بورډ د ایجاد، د سولې عالي شورا د فعالیتونو، د مذاکره کوونکي پلاوي د ترکیب او د مذاکراتو د پیل په صورت کې د بېلابېلو کمېټو د تشکیل په اړه د هغوی نظریات او وړاندیزونه واورېدل او سولې ته د رسېدو په برخه کې یې د هغوی نظریات مهم وبلل.
له بله پلوه د سولې عالي شورا مرستياله حبیبي سرابي وايي، د مشورتي بورډ د جوړېدو په اړه دوی ځکه اندېښمن دي چې په وينا يې هڅه کېږي چې دوی د سولې په هڅو کې منزوي شي.
د سرابي په وينا، که لومړيو کې په دې اړه د سولې شورا سره مشوره شوې وای نو مونږ به دې خوشحاله و خو زياتوي چې اوس راسره اندېښنې شته چې په همدې رابطه به نن (یکشنبه) له ولسشمر سره ليده کاته هم وکړو.
د ارګ د معلوماتو له مخې، دغه مشورتي بورډ د څلوردېرش ولایتونو له مشرانو، استازو، د مدني ټولنو له غړو د ښځو حقوقو له مدافعينو څخه جوړېږي چې روانه اوونۍ به د سولې د مشورتي بورډ غړي اعلان شي.
تر دې مخکې داسې راپورونه ورکول شوي و چې حکومت غواړي د سولې عالي شورا او په ټولو ولايتونو کې مرکزونه يې لغوه او پر ځای يې د سولې لپاره مشورتي بورډ رامنځته کړي.
















