د کابل پر يوه هوټل کې چاودنې څلوېښت کسان وژلي، اتيا نور ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۹)
نن ماښام د کابل ښار په لسمه ناحيه کې د اورانوس په نامه په يوه هوټل کې د چاودنې له کبله نږدې سل کسانو ته مرګ زوبله اوښتې ده.
د کورنيو چارو د وزارت وياند نجيب دانش وايي، چاودنه نن ماښام په پاوباندې شپږ بجې هغه مهال د غونډې په منځ کې شوې چې سلګونه کسان په دغه هوټل کې د میلادالنبي په مناسبت غونډې ته راغلي و.
د دانش په وينا، ښايي دا چاودنه يو سرتیری بريد وي چې د خلکو په منځ کې يې چاودنه کړې ده.
د عامې روغتيا وزارت د عامه اړیکو مسوول وحيدالله مجروح وايي، په بريد کې د وژل شويو څلوېښتو کسانو مړي او شپيته نور روغتونونو ته انتقال شوي دي.
د کابل د پوليسو وياند بصير مجاهد په چاودنه کې د څلوېښت کسانو وژل تاييد کړي خو ځايي سرچينې وايي چې چاودنه ډيره خونړۍ او د خلکو په ګڼه ګوڼه ځای کې شوې ښايي د وژل شويو او ټپيانو شمير تغیر وکړي.
تر اوسه د دغه چاودنې پړه چا په غاړه نه ده اخيستې.



