سږ کال د کندهار انار دوه برابره زیات شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۶)
د کندهار د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولين وايي، چې سږ کال د کندهار په انارو کې دوه برابره زياتوالی راغلی دی.
د دغه ولايت د سوداګرۍ خونې مدير عبدالباقي وايي، تر دې دمه څه باندې (يوڅلوېښت) ټنه کندهاري انار پاکستان، هندوستان او دوبۍ هېوادونو ته صادر شوي او دغه لړۍ لا هم روانه ده.
د ښاغلي باقي په وينا، سږ کال باغ لرونکي هم د انارو له عایداتو خوشحاله دي وايي چې د خرڅلاو له درکه يې ښه عاید لاسته ورغلی دی.
د افغانستان انار او نورې مېوې پاکستان، هند، متحده عربي اماراتو او یو شمېر نورو هېوادونو ته صادرېږي.
انار د کندهار مهم زراعتي پیداوار دی، اکثره باغونه یې په ارغنداب او ارغستان ولسوالیو شتون لري چې بزګران ترې ښه عاید ترلاسه کوي.



