د کابل نښتې جزيات: د چټک غبرګون قطعې رئيس ارکان په شمول شپږ پوليس ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۲)
نن د کابل ښار په شهرنو سيمه کې د پخواني دفاع وزير رحيم وردګ د وسله والو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښته پيل شوې چې په ترڅ کې يې تر دې دمه د يوه خبريال په شمول څو ټنه پوليس ټپيان شوي دي.
د کورنيو چارو د وزارت وياند نجيب دانش وايي، نښته هغه مهال رامنځته شوه چې امنيتي ځواکونو د محکمې د حکم له مخې د يوه کور د خالي کولو هڅه وکړه.
نوموړی وايي، په دغه کور کې ميشت د تميم وردګ په نوم کس او وسله والو يې د پوليسو سره نښته پيل کړه چې تر اوسه پکې د چټک غبرګون د رئيس ارکان په ګډون شپږ پوليس ټپيان شوي دي.
د دانش په وينا، امنیتي ځواکونه په سيمه کې دي او د وسله والو کسانو د نيولو هڅه روانه ده زياتوي چې لا هم وسله وال کسان د کور له داخل څخه پر پوليسو ډزې کوي.
نوموړی وايي، تميم وردګ د دفاع وزارت د پخواني وزير رحيم وردګ نږدې کس دی خو ځينې نورې سرچينې بيا وايي چې په سيمه کې پوليسو د رحيم وردګ د زوی کولو خو د هغه او ساتونکو له خوا پرې ډزې وشوې.
تر اوسه په دغه نښته کې د چا د وژل کېدو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.



