ټرمپ د امریکايي پوځ لوی درستیز معرفي کړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۸)

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا د پوځ لپاره نوی لوی درستیز“جنرال مارک میلي“ معرفي کړ .
ټاکل شوې ده چې نوموړی به د جنرال جوزف ډانفورډ پر ځای دا دنده مخته وړي.

ډنفورډ د پخواني ولسمشر بارک اوباما له خوا په ۲۰۱۵ کې ټاکل شوی و او ټرمپ هم نوموړی د دو کالونو لپاره ومانه، چې تر دې وروسته به یې ځای نوی جنرال مارک میلي ونیسي.
میلي، په عراق او افغانستان کې د جګړو مشري هم ترسره کړې او اوسمهال د امریکا د ځمکنیو قواو قومانده پر غاړه لري.
نوموړی به تر دې وروسته د امریکا د سنا جرګې رایه هم لاسته راوړي او بیا به خپله دنده پیلوي.
ټاکل شوې وه چې د ډنفورډ دنده په ۲۰۱۹ کې پای ته ورسیږي خو ټرمپ ویلي چې نوموړی نه شي کولی دا دنده مخته یوسي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button