طالبانو د پکتیکا د والي په تړاو د کورنیو چارو د وزارت ادعا رد کړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۸)

تیره ورځ د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړ چې ګواکې د پکتیکا لپاره د طالبانو نومول شوی والي “پیرآغا“ د دغه ولایت په ګومل ولسوالۍ کې دځانګړو ځواکونو په یوه برید کې له خپلو څلورو ملګرو سره یوځای وژل شوی ؛ خو طالبانو دا خبر پروپاګند بللی دی.

طالبان وایي، په یاده ولسوالۍ کې نه عملیات شوي او نه دا ډول پیښه رامنځته شوې ده.
ذبیح الله مجاهد په خپل خپاره شوي پیغام کې ویلي “وارخطا دښمن هڅه کوي په داسې کاذبو شائعاتو سره عامه اذهان مغشوش کړي“

باید وویل شي چې دولتي چارواکو وړاندې هم څو ځله د نوموړي د وژل کیدو خبر ورکړی و، چې طالبانو بیرته رد کړی وو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button