کابل: پغمان کې پر صفریک قطعې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲۰)
د کابل ولايت په پغمان ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواک پر صفر یک قطعې چاودنه شوې چې عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د کورنيو چارو د وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، دغه چاودنه نن سهار د يادې ولسوالۍ مربوط په بالاچنار سيمه کې رامنځته شوې ده.
رحيمي په لومړنيو معلوماتو کې ويلي، په چاودنه کې د ځانګړو ځواکونو څلور عسکر وژل شوي، څلور نور ټپيان دي زياتوي ښايي د تلفاتو شمير تر دې لوړ شي.
سيمې ته نږدې سرچينې او عيني شاهدان وايي، چې چاودنه د سرتيري بریدګر له لوري د ځانګړو ځواکونو په تيرېدونکي پوځي کاروان ترسره شوې چې له کبله يې ګڼ شمير سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
تر اوسه په پېښه کې د اوښتو تلفاتو کره شمير نه دي په ډاګه شوی.
که څه هم تر دې مخکې طالبانوپه سيمه کې په ځانګړو ځواکونو او دولتي سرتيرو د ورته ډول بريدونو مسئوليت منلی خو تر دې دمه يې د ياد بريد په اړه څه نه دي ويلي.
د صفریک، صفردو او صفر سې ځانګړې قطعې دي چې د بهرنيو ځواکونو سره په ګډه په شپنيو عملياتو او چاپو کې برخه اخلي چې په وروستيو کې تر ډيره د دغه ځواک په عملياتو کې ډيره مرګ ژوبله او تلفات ملکي وګړي ګالي.



