فارياب: د اوو ميرمنو په شمول نهه تنه د لوږې له امله مړه شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲۰)

د فارياب د ولايتي شورا رئيس محمد طاهر رحماني وايي، د دغه ولايت په پشتون کوټ ولسوالۍ کې د زرو په شاوخوا کې کورنۍ د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي.

د رحماني په وينا، که يادو کورنيو ته عاجلې خوراکي مرستې ونه رسول شي نو په سيمه کې به بشرين ناورین رامنځته شي.

د سرحوض سيمې يو تن اوسېدنکي ولي محمد رويټزر خبري اژانس ته ويلي، تر دې دمه د لوږې له امله اووه ميرمنې ، يو ماشوم او يو بوډا سړي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بخښنې نړيواله اداره او يو شمير نور بنسټونو په خپلو وروستيو راپورونو کې ويلي، چې د جګړو او وچکالۍ له امله فقر او بې وزلي زياته شوې، شاوخوا دوه ميليونه خلک د خوراکي توکو له کوالي سره مخامخ دي.

دغه راز د بې ځايه شويو ژوند ته د حکومت نه پام له امله زرګونه کسان د لوږې او مرګ له ګواښ سره مخ دي.

پوښتنه دا ده چې ولې له افغانستان سره د نړیوالو د ميلیاردونو ډالرو مرستې سره سره بيا هم د هېواد اکثریت وګړي له ۱۷ کلونو وروسته، د لوږې تر کرښې لاندې ژوند کوي؟

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button