د ولسمشریزو ټاکنو له رانږدې کېدو سره سم، د حکومت ځینې لوړپوړي چارواکي استعفاوې ورکوي او ځینو تاریختېرو څېرو ته بیا لوړې څوکۍ ورکول کېږي. عمر زاخېلوال، حنیف اتمر، شیدا محمد ابدالي، اکرم خپلواک، ځینو والیانو، رئیسانو او نورو لوړپوړیو چارواکو استعفاوې ورکړې؛ خو په بدل کې یې د کرزي د واکمنۍ د پوهنې وزیر فاروق وردگ او محمدعمر داوودزی بیا په نویو دندو وگومارل شول.
داسې اوازې وې چې د کرزي د واکمنۍ د کورنیو چارو وزیر او په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر محمد عمر داوودزی به راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند وي. دی د کرزي ښي لاس او امریکا ته د نږدې په هڅه کې دی. کرزي ته ډېر وفادار کس هم بلل کېږي او تراوسه یې په یو نه یو ډول د گډ حکومت پر وړاندې ستونزې هم جوړولې.
له ده سره د عمر زاخېلوال په اړه هم ویل کېدل چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند کېږي؛ خو تېره اوونۍ یې وویل«ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند نه دی؛ خو په ټاکنو کې به یو مهم لوبغاړی وي» دا چې دی کومه لوبه کوي او د چا په ننگه او د چا په مخالفت به راڅرگند شي لا هم معلومه نه ده. خو داسې ښکاري د اوسني حکومت له تگڷارې سره مخالف دی او کېدای شي د اشرف غني پر ضد د چا ملاتړ وکړي.
اخوا د اشرف غني نږدې کس محمد حنیف اتمر بیا د اشرف غني پرضد په ولسمشریزو ټاکنو کې نوماند شوی. سر له اوسه یې ټاکنیزه مبارزه پیل کړې او سلگونه کرایه شوي لیکوال یې گومارلي دي. ټوله ورځ د اتمر په ننگه لگیا وي او د اتمر پخواني ټول جنایتونه یې هېر کړي دي. د دې خلکو له حافظې وتلي چې اتمر هغه څوک و، چې له امریکا سره یې امنیتي تړون بې له قیده او شرط نه لاسلیک کړ. د امریکا په ټولو بمباریو یې خوله نه چوله کوله؛ خو د استعفا یوه ورځ وروسته یې بیا بمباري وغندله او حتا د درېدو یې هم وویل.
اوسمهال اشرف غني په تش ډگر پاتې دی. پخواني ټول مینهوال یې هم کم شوي او خپل نږدې کسان یې ټول خوابدي کړي او یا یې ورته سپکې سپورې ویلي دي. ځینې ورسره د واک په سر، ځینې ورسره د گډ حکومت د جوړېدو په سر، ځینو یې اوسنۍ تگلارې وننگولې او ځینو سره یې کړې ژمنې عملي نه کړې، یعنې ده چې له چا سره ژمنه کړې وه یوه یې هم سرته ونه رسوله او ټولې کړې ژمنې یې هېرې شوې.
هزارهگان او تاجک وختي اتمر کرایه کړل؛ ځکه د اتمر یو مرستیال تاجک او بل هزاره دی او دواړه مرستیالان یې په خپل قوم کې ښه اغېز لري او کېدای شي ډېرې رایې له اشرف غني راوگرځوي؛ خو د بریالي کېدو چانس یې بېخي صفر دی. پرون نېشنل انټرېسټ ورځپاڼې هم لیکلي وو، چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د اشرف غني د بریا چانس صفر دی او په سلو کې ۹۰ سلنه افغانان یې نور نه غواړي.
د اتمر د بریا چانس هم چنداني ډېر لوړ نه دی. اتمر پخوانی پرچمي او د ډاکټر نجیب د واکمنۍ ژوندی پاتې شوی کس دی. د برېتانیې له استخباراتي ادارې سره په اړیکو هم تورن دی او ترشا یې تراوسه برېتانیه ولاړه ده. اتمر د داعش د پروژې مهم بنسټگر هم دی او حتا والیانو پر دې خبره اعتراف وکړ، چې د داعش تر شا د اتمر لاس دی. ښه بېلگه یې ننگرهار دی، چې له استعفا سره سم یې په ننگرهار کې امنیت نسبي ښه شو او داعشیان هم ورځ تربلې د کمزوري کېدو خواته روان دي.
اشرف غني کېدای شي فکر کړی وي، چې په نویو گومارنو به د خلکو زړونه خپل کړي. خو خلکو ته یاد دي، چې تا په خپله دوره کې یوه ژمنه هم تر سره نه کړه، بلکې ټوله واکمني دې په چکچکو او خبرو تېره کړه. خلکو ته یاد دي چې د امریکا په هرې بمبارۍ دې مازې د خواخوږۍ اعلامیه هم خپره کړې نه ده، بلکې ستا په چټله واکمنۍ کې ۲۸۵۰۰ ځوانان دې په څلور کلونو کې یوازې د امریکايي گټو د خوندي کولو لپاره ووژل. که اشرف غني د زلمي خلیلزاد په تېرو خبرو فکر کړی وي، کېدای شي پوهېدلی وي چې څوک ملت پلوري هغه به په دواړو دُنیاوو کې یوازې پاتې وي.


















