کابل- تعقيب: پغمان بريد کې د صفر یک قطعې ۲۳ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲۰)
نن سهار شاوخوا لس بجې د کابل ولايت په پغمان ولسوالۍ کې د طالبانو د يوه سرتيري بریدګر له خوا د صفریک قطعې په ځانګړو ځواکونو بريد وشو چې د کورنيو چارو وزارت د وياند نصرت رحيمي په وينا د ځانګړي ځواک څلور سرتيري وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي.
د کورنيو چارو وزارت په لومړنيو معلوماتو کې ويلي و چې ښايي په بريد کې د اوښتو تلفاتو شميرې لوړې شي.
ځايي سرچينې وايي، سرتيری بريد د افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډ کاروان ترسره شوی چې دواړو غاړو ته پکې مرګ ژوبله رسېدلې ده.
طالبانو د برید مسئوليت منلی او وياند يې ذبيح الله مجاهد کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، دغه سرتيری بريد د محمد کامران معصوم په نوم د يوه تن له خوا د موټر په وسيله په افغان او بهرنيو عسکرو ترسره شوی چې درې موټر پکې ويجاړ شوي دي.
خبرپاڼه زياتوي، په برید کې یو د امریکايي مشاورینو لندکروزر موټر او ۲ د صفریک قطعې پایفور موټران بشپړ ویجاړ شوي دي په خبره يې په دغه بريد کې د امريکايي مشاورينو په شمول د یادې قطعې ۲۳ عسکر مړه او ټپيان شوي دي.
صفر يو، صفر دوه او صفر درې قطعې د هېواد په بېلابيلو سيمو کې د بهرنيو ځواکونو سره په ګډه شپني عمليات او چاپې اچوي چې ډير کله پکې ملکي خلک په نښه کېږي او دغه عمليات چې په وروستيو کې زيات شوي چې ډيری قربانيان يې ملکيان دي.



