جاپان: د ټکر شويو الوتکو پنځو لادرکه شويو امريکايي عسکرو هم ژوند له لاسه ورکړی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲۰)
تيره اوونۍ د جاپان په واکوني سمندر کې د امريکا سمندري ځواکونو دوه (F18 او KC130) ډوله الوتکو ټکر وکړ چې له کبله يې دوه تنه مخکې وژل شوي و او پنځه تنه نور لادرکه و.
د امريکا د سمندري ځواکونو له خوا په خپاره شوي يوه بيان کې راغلي و په اف اتلس ډوله الوتکه کې دوه تنه هغه مهال موندل شوي و چې په روغتون کې يې ساه ورکړه خو زياتوي د سي ۱۳۰ ډوله الوتکې پنځه تنه عسکر چې لادرکه شوي و ژوند له لاسه ورکړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، په ياده پېښه کې تر اوسه د وژل شويو کسانو هويت نه دی په داګه شوی خو وايي چې د هغوی کورنۍ له خبرولو وروسته به يې هويت اعلان کړي.



