(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۰)
وروسته تر هغه چې امریکایي استازي زلمي خلیلزاد افغان چارواکو ته خبرداری ورکړ چې ګواکې د امریکا د دوامدار نظامي ملاتړ تمه دې نه کوي، ارګ په یوه بیساري اعلان کې د سولې لپاره د ګوندونو د مشرانو،دولتي چارواکو او مدني ټولنو څخه ترکیب شوی ستر ټیم اعلان کړی دی.
د ملي امنیت شورا په خبرپاڼه کې ویل شوي ،دغه ټیم یې له ټولو جهادي رهبرانو او سیاسي جریاناتو سره په مشوره جوړ کړی چې د افغانستان د حکومت په نمایندګي به له طالبانو سره مذاکرات مخته وړي.
د دغه عالي مشورتي بورډ مشري یوه معلوم کس ته نه ده ور له غاړې ؛ بلکې په مشترکو غونډو کې به یې د ملي یووالي حکومت مشرتابه، د ملي شورا د دواړو مجلسونو رئیسان، قاضي القضات، د ملي امنیت سلاکار، د جمهوري ریاست د مقام دفتر عمومي رییس، لوی څارنوال، د ملي امنیت عمومي رییس، په پارلماني چارو کې د دولت وزیر، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر د افغانستان د علماوو شورا مشر او د سولې عالي شورا د دارلانشاء مشر ګډون کوي.
د یاد مشورتي بورډ غونډې به هره میاشت یا د اړتیا پر مهال په فوق العاده توګه دایریږي.

دغه عالي بورډ بیا درۍ کمیټې لري، چې لومړی یې مرکچي کمیټه ده چې د ولسمشر د دفتر رئیس سلام رحیمي به یې مشري کوي ،دوهمه کاري ډله ده چې څرګند مشر یې نه دی معلوم خو مدني فعالان،علماء او نفوذي مشران به یې برخه وي.
دریمه ډله بیا د دارلانشاء څانګه ده چې د ګڼو سیاسي ګوندونو استازي او دولتي چارواکي په کې شامل دي.
خبرپاڼه کې راغلي؛ د سلام رحیمي په مشرۍ مرکچي پلاوی مکلف دی څو د حکومت په استازیتوب، له مقابل لوري سره د خبرو اترو بهیر د ملي ګټو په رڼا کې او د سولې د عالي مشورتي بورډ په لارښوونو مخ ته یوسي.
دغه راز به په منظم ډول د سولې د خبرو د پرمختګ راپور د سولې عالي مشورتي بورډ ته وړاندې کوي او د اړتیا په صورت کې دې، د هغوی هدایات یاد بورډ تر لاسه کړي.
همداراز کاري ډله هم په پام کې نیول شوې چې پکې د سیاسي ګوندونو استازي؛ د علماء کرامو او روحانیونو استازي ؛ د هېواد د پوهه مېرمنو استازې؛ د قومونو د مشرانو نمایندګان؛ د مدني او فرهنګي فعالینو استازي؛ د خصوصي سکټور استازي؛ له هېواده بهر د مېشتو افغان کډوالو استازي؛ د ځوانانو استازي او د جګړې د قربانیانو د کورنیو استازي ګډون ولري.
دغه استازي به له خلکو څخه د سولې په برخه کې د مشورو غوښتنه کوي او خپلې مسودې به عالي بورډ ته سپاري.
وروستۍ کمیټه د دارلانشاء ډله ده چې مشري به یې د جمهوري ریاست د دفتر مقام کوي او تخنیکي چارې به یې د ملی امنیت شورا مخته وړي.
په دغه کمیټه کې
1. جمهور رییس غني او مرستیالان( دوستم، سرور دانش)
2. د حکومت اجراییه رییس او مرستیالان( محقق،اینجنیر محمدخان)
3. د ولسي جرګې رییس
4. د مشرانو جرګې رییس
5. قاضي القضات
6. د ملي امنیت سلاکار
7. د جمهوري ریاست د مقام دفتر عمومي رییس
8. لوی څارنوال
9. پارلماني چارو کې د دولت وزیر
10. د ملي امنیت رییس
11. د هېواد د علماوو سرتاسري شورا رییس
12. د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رییس
د هېواد محترم جهادي مشران
1. مخکېنی ولسمشر حامد کرزی
2. پخوانی ولسمشر او د افغانستان ژغورنې د ملي جبهې مشر پروفیسور صبغت الله مجددي
3. د اسلامي دعوت تنظیم مشر استاد عبدالرب رسول سیاف
4. د حزب اسلامي رهبر انجنیر ګلبدین حکمتیار
5. د جمعیت ګوند د رهبرۍ غړی یونس قانوني
6. د افغانستان د اسلامي محاذ ګوند مشر سید حامد ګېلاني
7. د سولې عالي شورا رییس او د اسلامي وحدت ګوند رهبر استاد محمد کریم خلیلي
8. د افغانسنان د اسلامي جمعیت ګوند رهبر صلاح الدین رباني
9. د ملي پیوند ګوند رهبر سید منصور نادري
10. د افغانستان د اسلامي حرکت رهبر شېخ آصف محسني
11. د حزب اسلامي رییس عبدالهادي ارغندېوال
12. د سولي او پرمخټک ګوند مشر حاجي دین محمد
13. د جمعیت ګوند د رهبرۍ غړی استاد عطا محمد نور
14. د هېواد سیاسي څېره آمنه افضلي
15. د هېواد سیاسي څېره او د مشرانو جرګې غړې صدیقه بلخي
16. د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند د رهبرۍ غړی محمد اسماعیل خان
17. د زرغون بهیر مشر امرالله صالح شامل دي
په پارلماني چارو کې د دولت وزیر فاروق وردګ مکلف بلل شوی،څو په میاشت کې یوه غونډه تنظیم او برابره کړي.
طالبانو تر دې مهاله د حکومت د دغه اقدام په هکله څه نه دی ویلي خو وړاندې یې د بهرنیانو د شتون په برخه کې حکومت بې واکه بللی و او د سولې خبرې یې د حکومت تر صلاحیت لوړې بللې وې.
طالبانو ټینګار کړی چې د بهرنیانو تر وتلو وروسته له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو دي او هڅه کوي یوه جوړجاړي ته ځان ورسره ورسوي.
افغان حکومت تر دې وړاندې په جینوا کې د سولې په هکله خپل دولس کسیز پلاوی اعلان کړی و چې د سیاسي جریاناتو له سخت غبرګون سره مخ شو.
شنونکي وایي،حکومت دغه بورډ له دې امله رامنځته کړی چې هسې نه د طالبانو او احزابو ترمنځ په کیدونکو مذاکراتو کې څنډې ته پاتې شي او یا هم د حکومت پر وړاندې له قوي موقف څخه راوړاندې شي.


















