د مزار شريف او پيښور تر منځ د ريل پټلۍ جوړېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲۰)

د ازبکستان، روسيې، قزاقسان، پاکستان او افغانستان د ريل ګاډو ادارو مسوولينو د مزراشريف- کابل او پيښور تر منځ د ريل ګاډي پټلۍ په جوړېدو خبرې کړي دي.

د ازبکستان د ريلګاډي ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه غونډه د ازبکستان په پلازمينه تاشکند کې شوې چې پکې د کاري ډلې مالي اتحاد جوړولو په موخه ګډ تړون لاسليک شو.

د خبرپاڼې له مخې، د دغه ريل پټلۍ سره به اروپا، روسيه، ازبکستان، افغانستان، پاکستان، هندوستان او سويلي ختيځې اسيا هېوادونه له يو بل سره ونښلول شي.

د ۲۰۱۷م کال په دسمبر مياشت کې د افغان حکومت او ازبکستان تر منځ د مزارشريف- شربرغان، میمنې او هرات تر منځ د ۷۶۰ کيلومترو په اوږدوالي د ريل پټلۍ جوړولو تړون لاسليک شوی و.

د مزارشريف- کابل او پيښور د ريل پټلۍ په جوړېدو سره به د سيمې هېوادونو د اقتصادي همکارۍ او تجارت لا زيات شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button