آيا کيدونکې درې ګونې غونډه به امن ته سا ورکړي؟

په افغانستان کې د تيرو شپږو مياشتو راهيسې امن په تمامه معنی سره خراب شوی دی. په تيرو ١٧ کلونو کې د دفاع وزارت او اشرف غني په اعتراف دومره پوليس او پوځ نه وو وژل شوى لکه په تير کال کې چې ووژل شو، په تيرو ١٧ کالو کې دومره افغان ځوانان په خپل هېواد کې د نا امنيو او بېکاريو له امله بهر ته په مرګونو لارو نه وو تللي لکه په تير کال کې چې ولاړل او په دومره شمير افغانان له بې وزلۍ سره نه وو مخ شوي لکه په تيرو درې کلونو کې چې ورسره مخ شول. دا مهال په هېواد کې تر ٩ ميلونه زيات افغان له فقر او لوږې سره مخ دي او تر درې ميليونه زيات ماشومان د مرګ تر خطر لاندې دي.

په دې نا هيليو چې په افغانستان کې ورځ په ورځ حالات ترينګلي کيږي، د دې تاوجنو او ترخو امنيتي حالاتو تاو ګاوانډيانو ته هم غځيدونکی دى، د همد خطر له امله افغانستان، پاکستان او چين غواړي راتلونکې شنبه په کابل کې درې ګونې غونډه وکړي.

دا غونډه که رسنيو په ښکاره سره د درې هېوادونو د امنيت غونډه نه ده اعلان کړې، خو د معلوماتو په اساس د درې واړو هېوادونو ګډو پولو کې د امن د ساتلو غونډه ده، چې د راتلونکې ليندۍ د مياشتې په ٢٤مه به په کابل کې د بهرنيو چارو د وزيرانو په کچه جوړه شي.

په ياده غونډه کې، چې تمه ده د درې واړو هېوادونو په پولو د امنيت په اړه به بحث پکې وشي، زيات بحث به لومړى په افغانستان کې د امن په ساتلو کيږي؛ ځکه په پاکستان او چين کې دومره نا امني نه ده چې د درې واړو هېوادونو د پولو د امن اړوند يوې غونډې جوړولو ته اړتيا وليدل شي، بلکې د افغانستان کړکيچن او تاوجن حالات دي چې د درې هېوادونو د بهريو چارو د وزيرانو په کچه به غونډه جوړيږي.

پاکستاني رسنيو کابل ته د دې هيواد د بهرنيو چارو د وزير شاه محمود قريشي تګ اعلان کړی دى او هم د چين رسنيو ليکلي چې خارجه وزير به يې د يوه پلاوي په مشرۍ په افغانستان کې د درې هېوادونو د ګډو پولو د امنيت او همکاريو په اړه غونډه کې برخه واخلي.

په کابل کې جوړيدونکې غونډه به له تير کال سره، چې په بيجنګ کې د درې واړو هېوادونو بهرنيو چارو وزيرانو د پاکستان او افغانستان تر منځ د ستونزو د حل په اړه کړې وه، دا توپير ولري چې په راتلونکې غوڼده کې به د درې واړو هېوادونو تر منځ د امنيتي همکاریو او په ګډو پولو د امن ساتلو موافقه هم لاسليک کړل شي، چې لومړى لاسليک په پرې اشرف غني کوي.

افغانستان له چين سره په ګډه پوله ستونزې نه لري، خو د پاکستان او افغانستان تر منځ د رسنيو پر بنسټ په ګډه پوله کله نا کله شخړه پښيږي. د دې غونډې اهميت په دې کې دى چې کابل تمه لري کيدونکې غونډې سره به په ګډه پوله پيښيدونکې شخړې مهار کړای شي او درې واړه هېوادونه به خپلو لاسليکونو او موافقې ته ژمن وي.

په کيدوکې غونډه کې چې د درې واړو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو لخوا يو له بل سره په امنيتي برخه کې د همکاريو او د ګډې پولې د امن ساتلو لاسليکونه وشي، په افغانستان کې به امنيتي حالات د سمون لوري ته روان شي؟ چين او پاکستان کوښښ کوي په افغانستان کې امن ته سا ورکړي، څو خپله له نا امنيو په امان پاتې شي، خو د امريکا په مشرۍ د بهرنيو پوځونو په موجوديت ګرانه ده په افغانستان کې امن يو ځل بيا سا واخلي، دابه له غونډې وروسته څرګنده شي چې په کابل کې کيدونکې غونډه به د افغانستان د امن لپاره څومره ګټوره ثابته شي.

په تيرو کلونو کې افغانستان او پاکستان يو پر بل د ګډې پولې په اوږدو کې د نا امنيو تورونه لګولي، خو د چين او افغانستان تر منځ چې په ١٩٦٤ کې د ګډې پولې په امن کومه موافقه په بيجنګ کې شوې، تر اوسه پورې دواړو هېوادونو د يو بل پر خلاف څه نه دي ويلي، خو په افغانستان کې د پټ مخو جګړه مارو (داعش) په موجوديت، چې له درې کالو راهيسې يې د افغانستان په شرقي او يو شمير نورو ولاياتو کې ولسي وګړي ووژل او کورونه يې ور ړنګ کړل، چين هم له افغانستان سره له ګډې پولې د ورپيښيدنکي خطر احساس وکړ؛ ځکه خو غواړي د پاکستان په ملتيا له افغانستان سره د امن په همکاريو او له ګډې پولې څخه د خطر نه رامنځ ته کيدو موافقه تازه کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button