سړي دې عبید بن عمیر او مېرمنې دې عبادت ګزارې شي/ له پنده ډکه کیسه

ليکوال: حمزه حسیني

د یو نومیالي عالم دین ناچاپ کتاب مې لیکه چې دغه کیسه یې مخته راغله غواړم له تاسو سره یې شریکه کړم او پند ترې واخلو.

عبید بن عمیر رحمه الله تعالی یو جلیل القدر تابعي و، د زهد او تقوٰی سمبول او د فصاحت له دنیا څخه برخمن و، د نبي کریم صلی الله علیه وآله وصحبه وسلم مشهور صحابي عبدالله بن عمر رضي الله تعالی عنهما به یې بیان ته په چیغو چیغو ژړل.

په مکه مکرمه کې د ښکلا له هستۍ برخمنه یوه نوې واده شوې مېرمن اوسېدله، یوه ورځ یې په هینداره (اینه) کې د خپلې ورکړل شوې ښکلا کرشمې وځلېدې او خاوند ته یې وویل: ”داسې څوک به پیدا شي چې زما مخ وویني او راباندې مین نه شي؟“ خاوند یې ورته وویل: هو.

نوموړې په حیرت ترې وپوښتل: هغه څوک دی؟ خاوند یې ورته وویل: عبید بن عمیر رحمه الله تعالی دی. دښایستونو ښاپېرۍ په زړه کې فتنه راوپارېدله او خاوند ته یې وویل: اجازه راکه چې په ځان یې درته مین کړم. خاوند یې اجازه ورکړه.

دغې ښکلې مېرمن د عبید بن عمیر رحمه الله تعالی مجلس ته تشریف یوړ، نوموړي ته یې وویل: په یو ګوښه (ځانته) ځای کې د یوې مسئلې پوښتنه درنه کوم، عبید بن عمیر رحمه الله تعالی دحرم شریف (زاد الله شرفاً) په یوه کناره ځای کې دمسئلې د اورېدلو له پاره ورته ودرېد.

مېرمن له خپل حسین مخ څخه پرده لرې کړه او غوښتل یې عبید بن عمیر رحمه الله تعالی په فتنه کې راګیر کړي، عبید بن عمیر رحمه الله تعالی چې دا حالت ولید ورته یې وویل: له الله تعالی ووېرېږه، دهغه احسان او انعام مه هېروه چې ته یې ترې برخمنه کړې یې او د هغه امر مه ماتوه.

کله چې مېرمن کور ته ستنه شوه حال یې بدل و، خاوند یې ورنه وپوښتل: څه دې وکړل؟ مېرمن یې ورته وویل: چې سړي عبادت کوي؛ نو ښځې ولې وروسته پاتې دي او دخپل رب جل جلاله عبادت نه کوي؟

له دې وروسته یادې ښځې لمونځ، روژې او ګڼو عبادتونو ته ملا وتړله او د فاني حسن په نازونخرو یې درنده تیږه کېښوده.

ماته په دغه ځای کې د فارسي هغه له معنا ډک شعر رایاد شو: مجلس صالح ترا صالح کند مجلس طـالح ترا طالح کند نو خاوند یې چې دا حالت ولید سخت خواشینی شو، او ویل به یې چې دا مې څومره غلط کار وکړ چې خپله مېرمن مې عبید بن عمیر رحمه الله تعالی ته ورلېږله؛ ځکه مخکې به مې هره شپه لکه د واده اوله شپه وه او اوس هره شپه په عبادت کې سبا شي.

زموږ د اسلام خواږه وروڼه او خویندې باید له دې عبرتناکې کیسې ډېر څه زده کاندي او د خپل رب جل وعلا عبادت ته متوجه واوسي، الله تعالی دې موږ ټولو ته د نېکو اعمالو کولو توفیق رانصیب کړي آمین یا رب العلمین. د هدایت د لاسته راوړلو له پاره باید دا دعا ډېره ولوستل شي:”اَللّٰهُمَّ اِنِّيْ اَسْئَلُکَ الْهُدٰی وَالتُّقٰی وَ الْعَفَافَ والْغِنٰی“.

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button