د طالبانو خبرې له امريکايي استازي که د حکومت مذاکراتي ډلې سره؟

راپورتاژ: الماس خدرخېل—-
تيره ورځ د ګډ حکومت مشر اشرف غني د سولې د عالي مشورتي بورډ غړي اعلان کړل او په دې اړه د ولسمشر په فرمان کې راغلي چې “دغه بورډ او مرکچي پلاوی هېواد ته د پایېدونکې سولې د راتګ لپاره د کورنۍ همغږۍ په موخه غوره شوي دي.”
څه موده مخکې د حکومت مشر اشرف غني د سلا مشورې لپاره د سولې مشورتي بورډ د جوړولو خبر ورکړی وی او تازه د ارګ له لوري خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې دغه بورډ به د سولې په برخه کې له قومي، جهادي او سياسي مشرانو سره خبرې کوي.
د مشورتي بورډ غړي څوک دي؟
د ارګ له لوري په خپره شوې اعلاميه کې د ياد بورډ د غړو نومونه په لاندې ډول ذکر شوي دي:
د حکومت چارواکي، ولسمشر غني او مرستيالان يې، اجرائيه مشر او مرستيالان يې، د ولسي جرګې رئيس، د مشرانو جرګې رئيس، قاضي القضات، د ملي امنيت سلاکار، د جمهوري رياسست د مقام د دفتر عمومي رئيس، لوی څارنوال، پارلماني چارو کې د دولت وزير، د ملي امنيت رئيس، د علماوو سرتاسري شورا رئيس، د سولې شورا د دارالانشاء رئيس،
پخوانی ولسمشر حامدکرزی، د ملي جبهې مشر صبغت الله مجددي، عبدالرب رسول سياف، د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار، د جمعيت ګوند غړی يونس قانوني، د اسلامي محاذ ګوند مشر حامد ګيلاني، د سولې شورا مشر کريم خليلي، د جمعيت ګوند مشر صلاح الدين رباني، د ملي پيوند ګوند مشر منصور نادري، د اسلامي حرکت مشر آصف محسيني، د دوهم اسلامي حزب مشر عبدالهادي ارغنديوال، حاجي دين محمد، عطامحمد نور، آمنه افضلي، د مشرانو جرګې غړې صديقه بلخي، د جمعيت ګوند رهبرۍ غړی اسماعيل خان، د ملي امنيت پخوانی مشر امرالله صالح چې نږدې ديرش کسان کېږي شامل دي.
تيره مياشت اشرف غني له طالبانو سره د سولې د احتمالي خبرو لپاره د خپل حکومت د مذاکراتي بورډ دولس کسیز غړي اعلان کړي و چې د دفتر مشرۍ لپاره يې سلام رحيمي ټاکلی و خو د سياسي ګوندونو او خوځښتونو تر نيوکو لاندې راغلو او یاد ټيم يې له پيله ناکام وباله.
د سیاسي ګوندونو او سیاسي بهیرونو کمېټې چې ۳۵ ګوندونه یې غړیتوب لري هغه مهال وویل، حکومت د سولې په برخه کې د یادو ګوندونو طرحه له پامه غوځولې او په وینا یې د سولې خبرې سر له اوسه بي پایلې دي.
د سولې شورا د دارلانشاء د مشرۍ لپاره د عمر داوود زي ټاکل کېدل او د کريم خليلي د استعفا ورکولو ګونګوسې.
درې ورځې مخکې د افغانستان د کورنيو چارو پخوانی وزير عمر داودزی د ولسشمر غني په فرمان د سولې عالي شورا د دارلانشاء د مشر او په سيمه ييزو چارو کې د سولې اجماع لپاره د ولسمشر ځانګړی استازی وټاکل شو.
د دغه شورا د دارالانشاء لپاره د داوودزي له ټاکل کېدو وروسته داسې ګونګوسې دي چې د سولې عالي شورا په ترکیب او کاري ساحه کې تغییرات، د دې شورا د رییس کریم خلیلي صلاحیتونه او د سولې په بهیر کې رول او مشارکت نور هم محدودوي او ښایي نوموړی له خپلې دندې استعفا وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی محمد زبیر شفیقي په دې اړه وايي:« زه فکر کوم چې استاد خلیلي پخوا هم په خپل کار کې ډېر خوشاله نه و، د ولسمشر سلاکار او مهم څوک چې پخوا د دار الانشاء د رییس په حیث انتخاب شوی و، هغه هم پخوا د ده صلاحیتونه محدود کړي وو او اوس چې داودزی هم انتخاب شوی، زه فکر کوم چې خلیلي به نور هم ځان منزوي احساس کړي.»
که څه هم تر اوسه د کریم خليلي دفتر په دې اړه څه نه دي ويلي خو په وروستيو کې د سولې خبرو اترو اړوند د يادې شورا له منزوي کېدو وروسته د کريم خلیلي او ولسمشر غني تر منځ اړيکې ترينګلې شوي دي.
طالبان د خبرو لپاره امريکايي پلاوي سره ګوري، د اشرف غني مذاکراتي ډله؟
طالبانو تر دې مخکې دوه ځلې د افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي خليلزاد سره کتلي دي.
طالبانو خليلزاد سره ليدنې کتنې تاييد کړي وايي، چې د افغان سولې د راتګ او له هېواده د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه ورسره غږيدلي خو د يادو ناستو ډير جزيات رسنيو سره نه دي شريک شوي.
خليلزاد تيره مياشت د يوه پلاوي په مشرۍ له افغانستان، پاکستان، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او قطر څخه ليدنه وکړه او د دغو هېوادونو له چارواكو سره يې وكتل.
دغه راز څو ورځې مخکې يې د سولې اړوند د سيمه ييزو هېوادونو يو بل سفر پيل کړی چې تر دې دمه ازبکستان، پاکستان، افغانستان، روسيې ته تللی او لا يې هم سفر ادامه لري.
همدارنګه له طالبانو سره د خبرو لپاره ځينو سياسي ګوندونو او شخصيتونو نيوکې وکړې خو د افغانستان لپاره د سولې په برخه کې د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد افغان سياستوالو ته خبرداری ورکړ چې ډېر د امريکا پر مرستو زړونه و نه تړي، له طالبانو سره د خبرو د بهير ملاتړ دې وکړي.
که څه هم اشرف غني تيره مياشت د جينوا په کنفرانس کې وويل چې د افغان سولې مذاکراتو لپاره يې دولس کسيزه ډله تياره کړې څو له طالبانو سره خبرې کړي.
خو طالبانو په خپره کړې اعلاميه کې د اشرف غني خبرو ته په غبرګون کې وويل: “اشرف غني تر خپل صلاحيت لوړې خبرې کړي” په وينا يې طالبانو اتلس کاله مخکې امريکا ته د سولې او جګړې وړانديزونه کړي (افغان حکومت د بهرنيانو له لوري پر خلکو تپل شوی او بې واکه دی) طالبان له داسې لوري سره چې د خبرو واک نه لري مذاکرات نه کوي.
پوښتنه دا ده چې طالبان د يوه بې واکه لوري سره د مذاکراتو په نه کولو ټينګار کوي او بيا هم افغان حکومت طالبانو سره د سولې خبرو لپاره ټيمونه جوړوي؟
دغه راز طالبانو په خپلو رسمي ويناوو کې تل ويلي چې د افغانستان شخړې اساسي حل له هېواده د بهرنيو ځواکونو په وتلو کې دی او وړمه ورځ يې هم په يوه سياسي تبصره کې چې د (اسلامي امارت رسمي دريز څرګندوي ) وويل چې امریکایي چارواکي په دوو ګوتو د لمر پټولو هڅې باید ونه کړي، واقعیتونه بایدومني او پر بنسټ یې داپریکړه وکړي چې خپل عسکر ژر ترژره په یو مخیز ډول د افغانستان له دوزخه وباسي.
دغه راز طالبانو د ناټو سرمنشي هغه خبرې بې مسووليته وبللې چې ويلي و (افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل تر پاته کيدو په لوړه بيه تماميږي، بايد پاتې شي).
طالبانو د ناټو منشي ته په ځواب کې ويلي و چې په افغانستان کې نظام جوړل، امن راوستل او د دې هیواد ودانول د افغانانو کار دی اوهيڅ (بهرني اشغالګر ځواک) ته د دې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په مسائلو کې تصمیم ونیسي، مداخله وکړي او په اړه يې متصرفانه څرګندونې وکړي (له افغانستان څخه د ناټو او امریکا د اشغالګرو ځواکونو وتل او شړل حتمي دي.)



