فارياب کې د ملي اردو چورلکه نسکوره شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲۱)

د فارياب ولايت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د ملي اردو اړوند يوې نظامي چورلکې سقوط کړی چې د ځايي سرچينو په وينا عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د فارياب د ولايتي شورا غړی عبدالاحد ال بیک وايي، شاوخوا نيم ساعت مخکې د پوځ اړوند يوه چورلکه چې غوښتل يې محاصره کسان د سرحوض له سيمې وباسي بيړنۍ ناسته کړې.

په عين حال کې يو تن سيمه ييز قوماندان ولي محمد هم تاييدوي چې په سيمه کې د پوځ اړوند يوې چورلکې بيړنۍ ناسته کړې خو زياتوي چې د پيښې پر مهال چاته زيان نه دی اوښتی.

که څه هم چارواکي وايي، چې يادې چورلکې بيړنۍ ناسته کړې او تر اوسه يې د اوښتي زيان په اړه معلومات نه دي ورکړي خو سيمه ييزې خبري سرچينې وايي په چورلکه کې افغان سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې خو تر اوسه يې کره شميره نه ده په ډاګه شوې.

شاوخوا يوه مياشت کې کېږي چې د پشتون کوټ ولسوالۍ سرحوض سيمه کې په زيات شمير سيمه ييز پوليس د طالبانو له خوا کلابندې دي.

نن د ۲۰۹شاهين قول اردو وياند حنيف رضايي ويلي و چې دوی ته د دفاع وزارت له لوري امر نه دی شوی چې مداخله وکړي او سيمه کې وضعيت کنترول کړي.

دغه راز د فارياب د ولايتي شورا مرستيال صبغت الله سيلاب نن رسنيو ته وويل، چې د سرحوض سيمې کنترول په کامله توګه د دولت له واکه وتلی، پريکړه شوې چې د ۷۷۷ قطعې چورلکې به د هوا له لارې په سيمه کې کلابند کومانډو ځواکونه، سيمه ييز پوليس او د هغوی کورنۍ راوباسي او سيمه به طالبانو ته خوشې کوي.

تر دې مخکې  د طالبانو په بريدونو کې د پوځ اړوند چورلکې نسکورې شوي چې تر ډيره حکومتي مسوولينو د چورلکو نسکوريدل بيړنۍ ناستې ګڼلي او د اوښتي زيان په اړه رسنيو ته سم معلومات نه ورکوي. تر اوسه يې د يادې چورلکې د نسکوريدو او په سيمه کې د تازه حالت په اړه څه نه دي ويلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button