فراه: له شيبکوه ولسوالۍ په شا شوی کاروان د طالبانو له کمین سره مخ شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲۲)

د تازه راپورونه له مخې، د فراه ولايت هغه پوځي کاروان چې تيره ورځ د شيبکوه ولسوالۍ څخه په شا شوی و د طالبانو تر کمين لاندې راغلی دی.

تيره ورځ د فراه مرستيال والي موسی نظري وويل، چې افغان ځواکونو شيبکوه ولسوالۍ پرته مقاومته پريښې او د يادې ولسوالۍ له مربوطاتو په شاه شوي دي.

طالبانو هم د يادې ولسوالۍ د نيولو خبر ورکړی و.

خو تازه طالب وياند يوسف احمدي په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، (د ګډ دښمن هغه موټريز کاروان چې د شيبکوه ولسوالۍ کلابند ګوډاګيان يې د قوې په مټ فراه مرکز ته لېږدول د طالبانو تر کمين لاندې راغلی دی).

د احمدي په وينا، د ياد کاروان دوه رينجر، دوه کاماز موټر او يو ټانګ په مکمله توګه ويجاړ شوي زياتوي د جګړې په ترڅ کې اوولس عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تيره ورځ طالبانو ويلي و چې ياده ولسوالۍ د دوی تر دې مياشتنيني کلابندۍ لاندې وه او بالاخره دولتي عسکر مجبوره شول چې ياده ولسوالۍ خوشې کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button