ترکيه: د ريل ګاډو په ټکر کې ۵۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲۲)
د ترکيې چارواکي وايي، په انقره کې د دوه ريل ګاډو د ټکر له امله شپږپنځوس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پېښه نن سهار د انقرې دينې محلې ولسوالۍ مربوط د مارشان دير په تم ځآی کې رامنځته شوې ده.
د انقرې والي واصف شاهين وايي، د ريل ګاډي سرعت په ساعت کې د اتيا او نوي کيلو متره کې و چې د لارو د کنترول لارښود يوه بل ريل ګاډي سره يې ټکر وکړ.
د ترکيې د ترانسپورت او بنسټيزو چارو وزير جاهد تورخان وايي، په دغه پېښه کې نهه تنو ژوند له لاسه ورکړی او اووه څلوېښت تنه نور ټپيان شوي دي.
د جاهد په وينا، په وژل شويو کې درې تنه د ريل ګاډي مامورين دي او شپږ تنه نور چې يو يې په روغتون کې ساه ورکړه مسافر دي.
د انقرې چارواکي وايي، تر اوسه د پيښې اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی خو په اړه يې پلټنې پيل شوي دي.



