غزني: په بمبار او عملياتو کې د ښوونکي په شمول شپږ ملکيان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲۲)

د غزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډو عملياتو کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې وړمه شپه قره باغ ولسوالۍ مربوط (ولي داد کلا، کنډه لغ، چاکر او لوګر) کليو کې ګډو ځواکونو عمليات پيل کړل چې پر مهال يې د يو شمير کورونو دروازې په بمونو الوزولي او یو مسجد او يو کور يې په مکمله توګه ويجاړ کړي دي.

که څه هم دغه عمليات تيره شپه پای ته رسېدلي خو د يوه ښوونکي په شمول شپږ تنه ملکي وګړي يې لومړی له خپلو کورونو ايستلي او وروسته يې په ډزو سره وژلي دي.

د قره باغ اوسېدونکي وايي، عملياتي عسکرو يې له کورنو قيمتي مالونه او پيسې هم لوټ کړي زياتوي چې د تلو پر مهال يې درې کسان چې عام وګړي دي له ځان سره د بنديانو په توګه وړي دي.

په وروستيو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو شپني عمليات زيات شوي چې تر ډيره پکې ملکي میشت ځايونه زيانمن کېږي او تلفات يې ملکي خلک ګالي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button