کندهار کې د بهرنيو ځواکونو پر ټانګ ماین چاودنه شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲۲)

د کندهار ولايت په دامان ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو پر ټانګ د ماين چاودنه شوې چې د طالبانو په وينا بهرنيانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

پېښه پرون ماسپښين مهال د يادې ولسوالۍ مربوط د پروژو په مابين سيمه کې رامنځته شوې ده.

طالب وياند قاري يوسف احمدي په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکلي: دکندهار دامان ولسوالۍ اړوند د پروژو په مابين سيمه کی د خارجي يرغلګرو په زغروال ټانګ د ماين درنه چاودنه شوې چي له امله يې ټانګ ويجاړ پکي سپاره يرغلګرو خارجيانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

تر اوسه په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو د يادې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي، سيمې ته نږدې امنيتي سرچينې د بهرنيانو پر ټانګ د ماین چاودنه تاييدوي خو د تلفاتو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.

د يادونې ده، چې تيره اوونۍ هم په ياده ولسوالۍ کې پر بهرنيو ځواکونو درې ځلې د ماين چاودنې شوې وې چې هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه خو بهرني ځواکونه د پاليسۍ له مخې خپل تلفات پټ ساتي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button