غني او اداره يې ولې د سولې په منډو ترړو کې بای پاس کيږي

دوی اوس امريکا ته د سيمې په کچه د ګټو په لاس ورکولو امتحان کې ناکام شوي دي، چې امريکا به هيڅکله هم له بل آپشن څخه د استفادې وخت ورنکړي.

تميم توفيق

له کومې ورځې چې د افغان سولې لپاره د امريکا استازي خليلزاد تلواري منډې ترړې شروع کړې دي او په طالبانو سربيره يې د ګڼو سيمه ييزو هيوادونو له استازو سره ليدنې پيل کړې، له هماغې اولې ورځې څخه اشرف غني او اداره يې نظر انداز شوي او لا به هم له پامه غورځول کيږي، يا د امريکايانو په چم بای پاس کيږي به.

طالبان خو له لويه سره د کابل اداره ګوډاګی حکومت بولي او وايي چې واک يې ګردسره د امريکايانو په لاس کې دی؛ ځکه خو يې په ځلونو ويلي چې په کابل کې ناستو سياسيونو سره يې خبرې بې ګټې دي او د دې پر ځای غواړي له اصلي لوري (امريکا/ناټو) سره سر خلاص کړي.

دا چې امريکا ولې ۱۷ کاله وروسته د کابل ادارې ته د سيبازول د ګولۍ په نظر ګوري او يا په اصطلاح په خوله يې تريخ پياز نه خوري، ځيني وجوهات لري، چې څو واضح هغه يې دلته يادولی شو.

امريکا چې په افغانستان يرغل پيل کړ، لويه هيله يې دا وه چې په سيمه کې د خپل هميشني حريف (روسيې) او په افتصادي برخه کې مقابل اړخ (چين) او دغه راز نړيوال سټيج ته د تازه ورپورته کيدونکي هيواد (ايران) د نفوذ مخه ډب کړي. دا هيله يې افغان همکارانو د خپلو بې شميره وعدو په توسط بيخي ورته د پخې ډوډۍ ګوله ګرځولې وه، مګر ۱۷ کلونه وروسته ورته څرګنده شوه چې افغان ملګري يې له دې توان څخه له يوې مخې محروم دي چې د امريکا دغه لوی ارمان دې سر کړي.

امريکا چې يرغل وکړ، لويه بهانه يې دا وه چې په اصطلاح تروريزم له منځه وړي او په سيمه کې د ارامۍ رامنځته کولو لپاره هڅه کوي، خو ۱۷ کلونه وروسته ټول سيمه ييز هيوادونه وپوهيدل چې امريکايان دلته د تروريزم ختمولو لپاره نه، بلکې د زېږولو لپاره راغلي دي. له دې علاوه په سيمه ييزو هيوادونو سربېره ګرده نړۍ په دې قانع شوه چې په افغانستان کې ورته د امريکا د ملګرو په نسبت د طالبانو واک ډير په خير تماميږي؛ ځکه دوی وپوهيدل چې طالبان د چا د لاس آله نه ده چې په مقابل کې يې استعمال شي او نه طالبان د افغانستان له لارې د کوم بل هيواد د ګټو په تعقيب د حکومتولۍ ارمانجن دي، بلکې يو ازاد او مستقل خوځښت دی چې د اسلامي نظام نفاذ او د خپل هيواد ازادي، ارامي او سوکالي يې لوی هدفونه دي.

دې قناعت ته د نړيوالو رسول د طالبانو يوه له لويو لاسته راوړنو څخه ځکه ګڼل کيږي، چې سره له دې چې امريکا په افغانستان کې د خپلو موخو د ترلاسه کولو په پار په طالبانو باندې تر دنياوالو د ځان روسولو هره لاره تړلې وه، خو د دې باوجود نړيوالو ته په واقعي توګه د خپل ځان ورپيژندل، په خپلو اهدافو د هغوی سر خلاصول او د امريکا په مقاصدو يې پوهول د طالبانو د هڅو هغه ګټوره نتيجه ده چې د شاوخوا هيوادونو د سياسي خوځښتونو په تاريخ کې يې ساری نه ليدل کيږي.
امريکا ګاونډيانو او دنياوالو ته دلته په خپل حضور د قناعت ورکولو په پار د رسنيو له لوډسپيکره تبليغوله چې دوی په افغانستان کې د يوې داسې شفافې ادارې جوړولو په هڅه کې دي، چې هم به ورسره د سيمي امن او ثبات ښه شي، هم به د بشر حقوق خوندي وي، هم به د ښځو حقونه نه پايماليږي او…، خو نن دا دی ټولې نړۍ ته څرګنده شوه چې په افغانستان کې له تنظيمي جګړو او کوڅه واکۍ راوروسته داسې نظام نه و راغلی لکه اوس چې امريکا وپنځاوه، چې د تبليغاتو خلاف هم يې په فساد کې د نړۍ په کچه لومړی مقام خپل کړ، هم يې له امله د سيمې امنيت تر بل هر وخت زيات زيان وليد، هم يې خپل سرو قومندانانو د امريکايانو په شمول د بشر په حقوقو ملنډې ووهلې او هم يې ښځې د هر کله په نسبت له رنګارنګ زورونو سره مخ کړې.

همدا وجه ده چې نور د امريکا هم له خپلو افغان انډيوالو د خير تمه شکېدلې او نور نه غواړي چې باقي مانده مقاصد يې هم د دوی په وجه له لاسه ووځي، چې هغه په روغ صورت له افغانستانه وتل او د خپل سياسي او اقتصادي نړيوال حيثيت پر ځای ساتل دي.

اوس که اشرف غني او سيټپ يې د امريکا د همکارۍ تر لاسه کولو په خاطر د سولې لپاره هر څومره چارچوبونه او طرحې وړاندې کړي، ګومان نه کيږي چې امريکا ته دې د باور او عمل وړ شي؛ ځکه چې دوی اوس امريکا ته د سيمې په کچه د ګټو په لاس ورکولو امتحان کې ناکام شوي دي، چې امريکا به هيڅکله هم له بل آپشن څخه د استفادې وخت ورنکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button