(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۲۲)
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي، پوليسو د دغه ولايت په دوربابا ولسوالۍ کې پنځه ويشت قلمه تاريخي اثار نيولي دي.
د خوږياڼي په وينا، دغه تاريخي اثار سرحدي پوليسو د مینه دار په نوم د يوه تن سره نيولي چې غوښتل يې په غرنيو لارو يې پاکستان ته قاچاق او وپلوري.
تر اوسه معلومه نه ده چې نوموړي کس دغه تاریخي اثار له کومه ځايه ترلاسه کړي خو د سرحدي ځواکونو د لوا وياند ادريس مومند وايي، چې په دې اړه پلټنې روانې دي او په یاده قضيه کې د نورو شاملو کسانو د نيولو هڅې هم روانې دي.
د چارواکو په وينا، نيول شوي تاريخي اثار به د هېواد ملي موزيم ته وسپارل شي.
د افغانستان په يو شمير ولايتونو کې پخواني تاريخي اثار شتون لري چې ډيری يې د يو شمير چارواکو، په افغانستان کې ميشت د بهرنيانو، ځينو قاچبرانو له خوا لوټ شوي او لا هم په ځينو سيمو دغه لړۍ روانه ده.


















