(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۶)
ټاکل شوې ده چې نن د لیندۍ په شپږویشتمه نیټه چې د ډیسمبر له ۱۷ مې سره سمون خوري، د طالبانو او امریکا مرکچي پلاوي به د افغان جګړې د سرنوشت په تړاو مخامخ خبرې وکړي.
طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا خبرې په متحده عرب اماراتو کې ترسره کیږي چې د امریکا او طالبانو د مذاکراتي ټیمونو ترڅنګ به په کې د سعودي عربستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو استازي هم ګډون وکړي.
تر دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي و، چې دا ناسته به په پاکستان کې ترسره کیږي.
باید وویل شي چې د طالبانو او امریکا استازو څوځله وړاندې هم یو له بل سره کتلي او د افغانستان د مسئلې په تړاو یې هر اړخیزې خبرې کړې دي ، خو دا ځل د تیر په خلاف لویه غونډه کیدونکې ده چې په کې هغو هیوادونو ته هم ځای ورکړل شوی چې په تیر کې د طالبانو ملاتړي بلل کیدل خو پر افغانستان د امریکا تر حملې وروسته یې تر ډیره د امریکا او لویدیځو هیوادونو لوری نیولی دی.


















