نن یې په زغرده وایم

 انجنیر عبدالحق ساپی

اشرف غني د ولسمشریزو ټاکنو په وخت د خپل مکر او فریب له مخې له مختلفو لارو او شعارو ډېری خلک تېرباسل، ما به چې ددې سړي د ټاکنو کمپايني غونډو کې ژمنې واورېدې، زړۀ کې به مې وویل لکه چې د کوم مظلوم افغان فریاد متعال رب اورېدلای دی او ان شاءالله دا سړی به ګران هېواد له دې بحرانه راوباسي ځکه دۀ به ویل که زما د سر په بیه هم وي زۀ به د وسلوالو ډلو سره سوله کؤم، انتخابي نښه یې قرآن عظیم الشان و زما په شمول خو یې نیم خلک له همدې لارې تېر ایستل.

غني بابا زمونږ په سپېڅلو رایو معامله وکړه ډبل عبدالله یې ځان سره په واک کې برابر شریک کړ عجیبه دا چې جانکیري په خپل کتاب(د ژوند هره ورځ غنیمت ده) کې لیکي د ګډ حکومت طرحه اشرف غني وړاندې کړه تاسو فکر وکړئ چې مونږ د ګوتو پرېکېدو په بیه په هغو سختو شرایطو کې دې صاحب ته رایه وکاروله خو دۀ له مونږ سره تاریخي غدر وکړ د نړۍ په تاریخ کې داسې ناوړه کار چا نه وو کړی لکه دۀ چې د دوه سري حکومت کومه طرحه وړاندې کړې وه او پرې راضي شو.

په سبا یې د امریکایانو سره شرمناک امنیتي تړون لاسلیک کړ، د افغان ولس په تاریخي اتلولیو او شهکاریو یې خاورې واړولې د افغان ولسمشر په نوم یې هغه تېروتنې او نه بښونکي جنایتونه ترسره کړل چې د نړۍ په تاریخ کې یې څاری نه لیدل کېږي. د بېلګې په توګه د خارجیانو له لوري د افغان ولس په قتل عام ژوره چوپتیا او په امریکه کې د یوې معمولي پېښې په اړه ژوره خواشیني. په کندز کې په یوې مدرسې د خارجیانو له لوري بمبار چې پکې د ۱۵۰ ډېر حافظان شهیدان شول برید خارجیانو کړی و د غني بابا حکومتي چارواکو ویل برید مونږ کړی او وژل شوي پکې ټول ترهګر وو.

خیر زمونږ وینه خو هېڅ ارزښت نلري ځکه مونږ په خارجي یرغلګرو پلورل شوي یو، مونږ دې ووژني خیر دی، زمونږ کلي او کورونه دې بمبار کړي څه خبره نشته، زمونږ تي خواره ماشومان دې ووژني باک نلري، زمونږ خاوره او سیمه دې په کیمیاوي بمونو زهرجنه کړي، هر ظلم او جنایت دې راسره وکړي ځکه پښتون یم. زما واړه معصوم بچیان دې ووژل خیر دی خو ظالمه داسې خو مۀ وایه چې ترهګر مې ووژل دومره زیاتی خو راسره مکړه چې زما په وړو بچیانو د ترورست او القاعده نوم ږدې. زۀ به ستا کوم وحشت او دهشت بیان کړم تا خو دا څلور کاله هغه نادودې کړي چې زما قلم یې په لیکلو شرمېږي.

غني بابا! همدا پرون ستا د خارجي ملګرو په هوایي بریدونو کې د افغان ولس دومره بې رحمه وژنه چې پوره د ګرمسیر بازار یې په بل مخ واړاوه، په کنړ کې یې ۶۵ ماشومان په یؤ کلي کې ووژل د هېواد په بېلا بېلا برخو کې په افغان ولس ړندې بمبارۍ او ستا ژوره چوپتیا ښيي چې ستر غدار یې، لوی مکار یې، د افغان ولس قاتل یې او د امریکا غلام یې.

زرکلنه! اوس هم وخت لرې دغه یوه خبره مې واوره کچېرته د تاریخ له قضاوته ځان ژغورل غواړې او ګران هېواد د اوسني وضعیته ایستل غواړې یواځنۍ حللار یې داده چې لومړی د خارجیانو سره امنیتي تړون لغوه کړه، دویم د طالبانو سره په هر قیمت چې وي سوله وکړه ځکه د هغوي غوښتنې ټولې د افغان ولس د غوښتنو سره برابرې دي په دریم قدم کې په خپلو تېرو جنایتونو د افغان ولس څخه بښنه وغواړه.

 کنه تاریخ به دې د یؤ غلام، پرديپال او غدار په نوم په خپله حافظه کې ثبت کړي.

والسلام علی من التبع الهدی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button