ټرمپ: د ملکي افغان قاتل اتل بللی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲۶)
وروسته تر هغه چې محکمې یو امریکایي سرتیری د عادي افغان پر وژلو تورن کړ، د امریکا ولسمشر یې پر وړاندې غبرګون ښوودلی دی.
یادې محکمې د تیرې پنجشنبې پر ورځ نظامي افسر “متېو ګلستین“ په هلمند کې د یوه عادي ملکي افغان پر وژلو تورن کړ، محکمې ویلي و ،چې نوموړي سرتیري پر یاد بیګناه کس د وسلوال ګمان کړی او ځای پرځای یې په ډزو وژلی دی.
محکمې دغه راز خبرداری ورکړی و، چې که پر یاد نظامي افسر دا جرمي تورونه له هر اړخه ثابت شي ،ښایي د اعدام سزا ورته ورکړل شي.
خو د امریکا ولسمشر بیا یاد ملکي افغان بم جوړونکی بللی او خپل عسکر ته یې د ریښتیني اتل لقب ورکړی دی.
ټرمپ ویلي له دغه عسکر څخه دفاع ته چمتو دی او محکمه یې باید دوسیه له سره وڅیړي.



